سیاسي

دوی څنګه افغانستان غواړي؟

لطف الله خیرخوا

دا څو اونۍ بهرنيو سفارتونو، رسنيو او د کابل ادارې تبليغاتي دستګاه سولې پسې ښه پخه راخيستې . دا ټول لوري بيا هم ټينګار کوي ، چې پخواني قاتل کمونستان ، پاټکيان ، د دې شلو کلونو غلامې او سولېدلې څېرې بيا د دې شلو کلونو ناکامو نسخو سره پر وطن تحميل کړي .
دا شل کاله انتخابات کېدل ، څه بدلون يې راوست ؟ څوک چې غل ، قاتل ، خاين او غلام و ، پر ملت وتپل شو . نوم د رايې وکارېد ، مګر نړۍ شاهده وه چې څوک څه ډول واک ته ورسېد او بيا يې د واک موده کې د افغانستان او مسلمانانو کوم درد دوا کړ !
دوی د تېرو شلو کلونو تکرار غواړي . نه د سولې غم وړي ، نه د ابادۍ ، نه د بدلون او نه د پرمختګ . دا چې د تېرو شلو کلونو ګټې ښيي ، دا د دې سيستم شکلي مسايل دي . په داسې نظامونو کې که هر ډول سړی واکمن وي ، دا يې د سيستم شُو ده ، دا به ښيي . بناءً د نظام ګټې حياتي مسايل او بنسټيز تغييرات دي چې په ښوونه او روزنه ، امنيت ، روغتيا ، اقتصاد ، اوبو او برېښنا او اسانه حصول کې خلاصه کېدی شي .
تاسې د نړۍوالو وجود ، رش کش ، ملاتړ ، مرستې ، معاونت ، امکانات او د کاري ساحې تهيئه تصور کړئ او بيا په حياتي اړتياو کې د افغانانو د ژوند سويه وګورئ ، چې څه ډول ده ؟
افغانستان هغه پينځه کسه نه دي چې ارګ ، وزارتونو او رسنيو کې پتلون‌کش ناست دي ، بلکې د دې وطن هر وګړی د دې وطن د هر نعمت مساوي مستحق دی .
له دې پينځو کسو پرته پر نورو بمونه ورېدلي ، کورونه يې ورنړولي ، زندانونو کې يې اچولي ، محروم ساتل شوي او تر ټولو بده دا چې نړۍ ته ، د نړۍ وژونکي مخالف ښوول شوي .
دوی نړۍ ته دا قناعت ورکاوه او ورکوي يې ، چې د دوی بمبارولو ، د دوی د کورونو نړولو ، د دوی وژلو ، د دوی زنداني کولو او محروم ساتلو کې ستاسې امنيت خوندي کيږي . دوی بايد وځپل شي . دوی بايد ټپ او خپ شي . نړۍ هم د دوی نړۍ ده ، دا پوښتنه يې نه کوله چې په کومو وسايلو مو ګواښلی شي ؟ په کوم امکاناتو مو مخې ته راوتلی شي ؟ زه پر کور ورننوځم ، ځان رانه نه شي پټولی . دی څنګه ما پسې اتمې نړۍ ته راځي ؟
دوی پر دغو جرمونو پرده اچول غواړي . دوی د مسلمانانو له محاسبې ځان ژغورل غواړي . دوی خپلې غلامۍ ته پوښ ورکول غواړي .
د دوی زړه دی ، د شل کلنو مشارکتونو دروازې پرانستې پاتې شي چې هر څوک د خپلې ونډې په نوم خپله پاچاهي وکړي . دوی د قواو درې تقسيمه په ليدلوريو دېرش تقسيمه غواړي . نهايتاً دا چې دې وطن او ملت ته هېڅ هويت او تشخص نه غواړي . دغسې حالت کې هېڅ ملت خپله فيصله خپله نه شي کولی . تل به يې بادار پر خونه ناست وي او د دوی شخړې به ور خلاصوي . کورني او بهرني سياستونه به يې تل د بل تابع وي . اقتصاد به د بل پر پيسو ، ډاډ او ملاتړ ژوندی وي . ژوند به يې د نړۍ د پاتې شونو منت‌بار وي .
دوی د خپلو ګټو لپاره همدغسې متکي ، تړلی او ټپ سيوری افغانستان غواړي چې نور به دغسې نه وي ان شاءالله!
بناءً دې مرحله کې چې هر څوک د افغانستان د استقلال پر ضد هر ډول چغه وهي ، ځواب به ورکوي !

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close