شعر

ماشومتوب/ عبدالقدوس منقاد :

جوړ کړی به مو خټو نه کورګی و ماشومتوب و
عجيب بې غمه وخت و ساتېری و ماشومتوب و

قوال به مو ماما و دکاندار به مو کاکا و
استاد مو بيا له هر چا نه پردی و ماشومتوب و

يو دوه دقې به جنګ و دوه دقې به مرور وو
او دوه دقې به پس بېرته خندی و ماشومتوب و

د شپې به مو نقلونه کول ورځ کې مو مستيانې
د مور جنتي غېږ مو پوهنځی و ماشومتوب و

غومبسې او مچۍ به مو هر ځای را کټولې
يو کړی به يې زموږ هم مخ تندی و ماشومتوب و

چرګوړي شامپرکې او مرغان مو خوښېدل ډېر
له ټولو چې مو غټ دښمن و سپی و ماشومتوب و

په غاړه کې غولکه او په جپ کې مردګي
بس موږ وو ډۍ ډزغپ چارخط خوسی و ماشومتوب و

روژه کې به يې دوه شپې پېشلمي ته جيګولو
خو شکر روژه مات هر ماښامی و ماشومتوب و

اختر کې مو هګۍ ، پولۍ ، پيسې راټولولې
راخيستی پلاستيک به مو هم سوری و ماشومتوب و

جوړ کړی به مو ځان ته له لرګي څخه ټوپک و
ضرور په کې جاغور نه و ځونډی و ماشومتوب و

منقاده حسد نه و ، حرص نه و ، بخل نه و
ډېر زيات و برکت پرېمان هرشی و ماشومتوب و

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close