ټولنیزې

د ملا مشک عالم اندړ مدرسه او طالبان

لیکوال: قاضي نجیب الله جامع

له لغمان او پېښور څخه له راګرزېدو وروسته ملامشک عالم اندړ په خپلې پلارنۍ سیمې شلګر کې د دیني زدکړو نامنظم حالت، په استادانو پسې د دینی زدکړو د طالبانو سرګردانې او د دوۍ د اړتیاوو لکه خوراکتوکیو د راټولولو ستړې وضعیت، خورا خواشینی کړ نو پرېکړه یې وکړه چې د خپلي کورنۍ پر ملاتړ یوه داسې ستره او پر ځان بسیا دینی مدرسه جوړه کړې چې طالب یې په استادانو او یوه ګوله ډوډۍ پسې د حیراني او سوچ په ځای یوازې پر خپلو زدکړو فکر او سوچ وکړي.
همدې موخې ته په رسېدلو کې یې زامنو چې خپله هم وتلي ملایان وو، ملا ورټېنګه کړه او یوه ستره او نادره مدرسه یې جوړه کړله.
د دغې نوې جوړي شوی مدرسې لومړنۍ ځانګړنه د افغانستان د پخوانیو او را وروستو مدرسو په پرتله پدې کې وه چې، ملا مشک عالم اندړ په دودیز ډول له کلیوالو د ډوډی د راټولولو دود مات کړل او د دې لپاره چې مدرسه پر ځان بسیا کړې نو د عوایدو لنډمهال او دایمی لارې چارې یې په نظر کې ورته وکتلې؛ د بېلګې په توګه د یوه منظم بهیر له لارې یې له ولسه زکاتونه، د بېلابېلو مناسبتونو پر بنسټ مرستي، د خیرو او سوداګرو خلګو څخه د هغوۍ د پاک احساس پر بنسټ د کومکونو راټولول وو.
په دویم ګام کې یې د اصلي ځان بساینې په پار په همدغو مرستو او همکاریو د مدرسې لپاره د ځمکو، باغونو او وړو سوداګریزو هڅو له لارې د مشروع او حلالې شتمنۍ بنسټ کېښود.
د ملا مشک عالم اندړ د مدرسې دغه ځان بساینه او د نوموړي اوچت علمي او دیني شخصیت د دې سبب شول چې د غزني په خلګو سربیره د وردګو، کلات، کندهار، مشرقي او ان د اوسني محکوم او پروني لوی افغانستان له سیمو ( خیبر، سوات او کورمي ) څخه یې هم زرګونه طالبان مدرسې ته راغلل او د ملا مشک عالم اندړ د شاګردۍ او درس – تدریس په علمي او فرهنګي حلقو کې شامل شول.
علامه اقبال لاهوری غزني ته پخپل سفر کې چې د سنایی غزنوی او محمود غزنوی پر مزارونو درېږی او قصیدی لیکي نو د ملا مشک عالم اندړ په یاد کې وایی چې: که څه هم سلطان محمود غزنوی سومنات مات او هندو براعظمګي یې د اسلام پر نور روښانه کړل، ولي دا د ملا مشکین محمودی عظم وو چې د محمود خاوره یې د فرنګي او هندو سپاهیانو له تاړاکه آزاده او افغان وطن ته یې اسلامي ورورولي او عزت راوګرځول.
بل لور ته د ملا مشک عالم اندړ د مدرسې اغېزه او هېواد شمول والي دومره پراخ وو چې جنرال رابرټس د هند چارو مرستیال واکمن لیتن ته په یوه ټلګرام کې چې متن یې هنسمین پر خپلو یاداښتونه کې راخلي داسي لیکي: د کیونارې د غچ پر ترڅ کې زموږ لښکري داسي مهال تر کابله ورسېدي چې افغانان یې غافلګیره کړل، ولي د ملا مشکین په نوم یو ملا چې له انګریز سره نه پخلا کېدونکې مذهبي دښمني لري، په ډېره اسانه او زموږ د باورونو په خلاف وتوانېده چې د خپلې مدرسې د شاګردانو او مریدانو پر مټ له سواته تر زابلستان او کابل – کندهاره د یوه ملي غورځنګ همغږی او ورته دینی تبلیغ وکړې.
د افغانستان د وخت د کورنیو چارو وزیر عصمت الله خان جبارخیل په یوه رسمي یاداښت کې، چې امیر شیر علی خان ته یې د غزني او زابلستان د سیمې د هر اړخیزه وضعیت د راپور په نوم وړاندې کړی او یوه ډېره ژوبله کاپي یې اوس هم په ملي ارشیف کې ساتله کیږی راځي چې، په دغه سیمه کې د ملا مشک عالم او مدرسې له برکته یې اوس د جوماتونو د امامانو ستونزه حل شوي او د ملامشک عالم اندړ د مدرسې ستاینه یې کړې.
د دې ټولو ترڅنګ د ملا مشک عالم اندړ مدرسه د ځانګړې تدریسي نظم څښتنه وله، د افغانستان په کچه مطرحو علماوو او د بېلابېلو علومو او فنونو استادانو به پکې تدریس کول، د زدکړو د سمبالتیا او د خلګو د لا ګټي اخیستنې په پاره یې په دوو ځانګړنو چې د ناري او لیلیې په بڼه یې طالبان منل، د کتابتون لرونکې او د دمشق او بغداد د عباسي مدرسو په بڼه یې د ځانګړو مهالویشونو په چوکاټ کې درسې حلقي لرلې، د اندونو د تبادلي او د افکارو د نقد یوه بل زغمونکې فضاه پکې واکمنه وه، هغه چې د همدغه اعتدال او علمي پراختیا پر بنسټ ملا مشک عالم اندړ د اهل سنت والجماعت د څلور واړو مذهبونو منونکو ته د زدکړو او د لوړو افکارو د بیان حق ورکړی وو.
د مدرسې ترڅنګ یو له هغه څه چې حتا د افغانستان د آزادۍ په جګړه کې یې اغېزه محسوسه وه او د ملا مشک عالم اندړ د انګرېز ضد منظم خوځښت په جوړولو او ترتیب کې یې مهمه ونډه لرله، لکه حسن کاکړ صیب چې وایې هغه د ملا مشک عالم اندړد مریدانو او د درس او تدریس د حلقو د طالبانو ترمنځ د ملا صیب پرېمانه محبوبیت او ملاتړ وو.
ویل کیږی چې کله به ملا مشک عالم اندړ له یوه کلي یا یوې سیمي بلې ته سفر کاوو نو د لسګونو او سلګونو طالبانو ترمنځ به په یوه کاروان غوندې ټولي کې روان وو، په همدې خاطر یوځل د ګیلان او کلات د ترکو خان غازي صاحب جان ورته میلمستیا کړې وه نو ملا مشک عالم اندړ د شلګر څخه له ۷۰۰ طالبانو سره ورغلی وو او اخیر د شاجوی او کلات د سیمي د تره کو ترمنځ دا خبره په یوه متل اوښتې وه چې کله به چا ورته وویل چې زه له ډېرو ملګرو سره درځم نو تاسی ماته میلمستیا نشئ کولای، یانې ماته د میلمستیا کولو جوګه نه یاست، نو کوربه به پر کنایه کې ورغبرګه کړله چې بیخې لکه د شلګر د ملامشک عالم اندړ د طالبانو او مریدانو کاروان به درسره راولې.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close