افغانستانروغتیا

په ټوله نړۍ کې پر کرونا وایروس د اخته وګړو شمېر ۱۵۳۹۵۴۴۹۱ ته رسېدلی

خوځښت (چهارشنبه، د ثور ۱۵مه، ۱۴۰۰): د روغتيا نړيوال سازمان د مۍ په ۵مه نېټه د کورونا وایروس په اړه د تازه شمېرو په خپرولو ویلي، چې په ټوله نړۍ کې پر یاد وایروس د ککړو وګړو شمېر د منځنۍ اروپا پر وخت د مۍ د پینځمې نېټې د مازيګر تر ۴ بجو او ۳۸ دقيقو پورې ۱۵۳۹۵۴۴۹۱ ته رسېدلی.
د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې دغه شمېره د تېرې ورځې په پرتله ۷۲۱۳۹۸ زياته شوې. د راپور پر وینا د تېرې ورځې په پرتله په ټوله نړۍ کې ۱۱۴۹۱ تنه زیات مړه شوي. ددې راپور پر بنسټ په ټوله نړۍ کې د کورونا وایروس له امله د مړو شویو کسانو شمېره ۳۲۲۱۰۵۲ ته رسېدلې ده.
د افغانستان د روغتیا وزارت د شمېرنې له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۲۹۳ مثبتې پېښې ثبت شوي‌، چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۶۱ زره او ۴۵۵ ته لوړ شوی.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close