سیاسي

نعمت روان ولې ووژل شو؟

عبدالباري ستایلی

نعمت روان ډېره موده د طلوع تلویزیون خبریال پاتې شو، خو په دې وروستي وخت کې یې پښه وښويېده او د حکومت کاسې ته یې پلتۍ ووهلې. که څه هم په طلوع کې یې دنده هم له کعبې طواف نه و، بلکې هلته یې هم ټوله ورځ د لویدیځ پر کاسه شخوند واهه او لویدیځ ته په لکۍ وهلو یې د اسلامپالو له لوري د روانې مبارزې د ناسم تعبیرولو ډول په غاړه ګرځاوه.
تراوسه پټه پاتې، چې نعمت روان ته چا سینه ورغلبېل کړه، خو دا بیا د لمر په څېر څرګنده ده، چې یا طالبانو سینه ور بخۍ کړې او یا هغه حکومت، چې ده یې د پایښت لپاره د ماليې په وزارت کې د مطبوعاتي آمر په توګه دنده ترسره کوله. تر ډېره داسې ښودل کېږي، چې روان کندهار ته د ځایي چارواکو له لوري په ګمرکي عوایدو کې د فساد د دوسیو د ارزونې په موخه تللی و او له نېږدې یې په خپلو سترګو غوښتل وویني، چې د کندهار په ګمرک کې څوک او څنګه لکونه ډالر په بډه وهي. د ډېرو په خوله همدا خبره ده، چې همغو چارواکو یې پر خوله خاورې امبار کړې، چې ممکن دده دغه بررسۍ يې مخې ته نور دیوال جوړ کړی وای، خو دا خبره لا تر اوسه شفافه شوې نده. د طالبانو ویندوی هم دېته نېږدې نظر ورکړ او پر خپله ټویټرپاڼه یې ولیکل، چې «د روان وژنه د دوی کار ندی او ممکن دا د حکومت د خپل منځي کش او ګير په پايله کې وژل شوی وي، ځکه پخوا هم د ماليې وزارت هغه کارکوونکي تر بريد لاندې راتلل، چې د ګمرکاتو په اړه يې د کندهار چارواکو ته مزاحمت کاوه». که نعمت روان ددې کړۍ ښکار شوی وي، نو بیا یې پوښتنه هم تش په دښته کې په سراب پسې منډې وهل دي، خو که اسلامپالو یې نور ژوند په نړۍ نه غوښت، نو خامخا یې د وژنې لامل په طلوع کې د خبریالۍ پر مهال هغه بې طرفي ده، چې ده باید د یو ازاد خبریال په توګه حفظ کړې وای.
روان په طلوع کې د خبریالۍ پر وخت تل په ګردي مېزونو کې هڅه کوله هغه مبصرین لوټ په لوټ واړوي او روانه مبارزه یو ناروا کار وبولي، چې کوم چا به روانه شل کلنه مبارزه پر ځای عمل باله. د روان ژبه تل سپوره وه او پر اسلامپالو یې توند وارونه کول. هڅه یې کوله د امریکا پر لاس جوړ شوی حکومت یو مشروع حکومت وبولي او مخالفت یې یو نامشروع کار. په ټوله کې په طلوع کې د دندې پر مهال د روان کرکټر له حکومته د مدافع وکیل په توګه و او د حکومت د مخالفینو په اړه یې د یو ازاد خبریال رول نشو ترسره کولی، بلکې د یو رسمي څارنوال بڼه یې نیولې وه. دېته په کتو سړی ویلی شي، چې روان د خپل ژوند مخې ته په خپل لاس کنده کیندلې وه او یوازې همدومره پاتې وه، چې دی داسې یوې سیمې ته لاړ شي، چې هلته یې سینه ورغلبېل کول ستونزمن نه وي.
د روان او بکتاش وژنو ته په کتو ویلی شو، چې بکتاش او روان هغه دوه څېرې وې، چې په طلوع تلویزیون کې یې له حکومته مدافع وکالت کاوه او د اسلامپالو یې پراخه غندنه کوله، نو همدغه ټکي وو، چې د دوی پر خولو یې تورې خاورې واړولې. په ټوله کې ویلی شوو، چې خبریال باید پوره بې طرفه وي، خو که د روان او بکتاش په څېر یې د خبریال په نوم د څارنوال دنده پر غاړه اخیستې وي، نو د همدوی لاره یې لار ده.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close