سیاسي

د نعمت روان مرګ؛ یوه لنډه تبصره

جلال هوتک

نعمت روان د ارګ د پوچ خولي ویاند دوا خان مینه پال د تره زوی و. تر دې وړاندې په طلوع نیوز کې د سیاسي بحثونو کوربه و او اوس یې تازه په مالیې وزارت کې دنده پیل کړې وه، تر څو د حکومت اقتصادي شیریانونه لا فعال او د غرب په مټو د ولاړ اسلام ضد نظام اقتصادي ستنې مضبوطې کړې.
روان کوم بې طرفه څوک نه و، هغه د ځوانۍ یوه ستره برخه د اذهانو په تحریف کې لګولې وه او د طلوع نیوز له دریڅې د ملت د یوې عظيمې او مقدسې داعیې خلاف د زهرجنو تبلیغاتو يه نه بښل کېدونکې ګناه ککړ و.
زما په غوږونو کې د روان د یوه سیاسي بحث دا الفاظ چې علماء کرام یې د امریکایي ټانګونو پیره داران او د افغانانو قاتلین بلل او د حکومت د عسکرو ننګه یې کوله؛ لا هم انګازي کوي.
نه پوهېږم، ځيني تش په نامه بې طرفي! اسلامپال! د کوم مصلحت له مخې د روان د مرګ ویر ژاړي، هغه خو د صلیبې جګړې په دوران کې د رامنځته شوي نظام معاش خور او ددې اجیر نظام فعال کارمند و، چې د سلګونه زره نورو کسانو په څېر یې ددې تالي څټي نظام د بقاء لپاره هڅې کولې او شپه ورځ يې ددې نظام کړنو ته د توجیهاتو په لټولو د عامه اذهانو د ګمراه کولو ماموریت ترسره کاوه.
دا ځيني که د روان د ښایست له امله د هغه په مرګ ویر کوي، نو د علماء کرامو په صف کې داسې ګلبدنه او یوسف مخي ځوانان قربان شول، چې روان یې سلمه هم نه و.
که د روان مرګ له دې امله د غندلو وړ وي، چې هغه یو لوستی ځوان و او د وطن راتلونکې ورته سترګې په لاره وه، نو د علماء کرامو په صف کې هم هره ورځ همداسې لوستي ځوانان قرباني ورکوي او د هیواد د خپلواکۍ په لاره کې سر ږدي؛ ولې يې څوک په اړه اخ هم نه کوي؟
تاسو راشئ، نره دښمني وپالو! او دا په ډاګه ووایو، چې ددې مسلمانې ټولنې د خوندي پاتې کېدو لپاره ځیني باید ووژل شي، او ددې نظام تبلیغاتي ژبې غوڅې کړل شي.
ځيني باید په مرمیو غلبیل کړل شي، تر څو نور عبرت واخلي او بیا د مسلمانانو خلاف د اشغالګرو یارانې ته لاس اوږد نه کړي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close