شعر

د لوړ فکرلرونکي په ورو ورو څنډې ته کېږي

عبدالکبیر طلایي

پاخه غنم ولاړ دي شنو فصلونو اور اخیستی
دوزخي لمبه چلیږي سرو ګلونو اور اخیستی

څپې د انقلاب دي سرچپه ميچنې ګرځي
مرګونه دي دردونه دي کورونو اور اخیستی

مزې دي هم چړچې دي هره خوا ګرم بازار دی
ملت تباه برباد شو عملونو اور اخیستی

دې شهر ناپرسان کي هر یو من دی نیم من نشته
په شرم نه شرمیږي نن شرمونو اور اخیستی

زور ظلم چور تالان او خیانت قهره ماني ده
همدغه لوی معیار دی ارمانونو اور اخیستی

نن هغه سبا دغه دسیسې دي پلې کیږي
د خیر طمعه ترې نشته امیدونو اور اخیستی

د لوړ فکرلرونکي په ورو ورو څنډې ته کیږي
میدان اوس شغالي دی دردمند زړونو اور اخیستی

ماغزه د طلایي د سر کاسه کې په جوش راشي
کانې د لیونو کاندي عقلونو اور اخیستی

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close