افغانستان

معصوم ستانکزی: طالبان باید د سولې په اړه مسؤلانه فکر وکړي

خوځښت (پنجشنبه، د ثور ۱۶مه، ۱۴۰۰): د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وایي تمه کېده، چې د روژې د میاشتې او د نړیوالو ځواکونو د بشپړ وتلو له اعلان سره به طالبان د سولې لاره په جدیت تعقیب کړي، خو طالبانو ددې غوښتنې پر خلاف لا جګړه تېزه کړه.
معصوم ستانکزی وایي ‏ستره بریا د خلکو په مرګ ژوبله کې نه، بلکې په سوله او د ولس په هوساینه کې ده. په همدې خاطر طالبان باید د سولې په اړه مسئولانه فکر وکړي. د ستانکزي په خبره “سوله د وطن د نجات یوازینۍ لاره ده”.
د افغان مرکچي پلاوي مشر داسې مهال طالبانو ته د سولې په اړه د مسؤلانه فکر بلنه ورکوي، چې په دوحه کې پیل شوي بین الافغاني مذاکرات اوس په ټپه درېدلي دي.
بین الافغاني مذاکرات له هغې وروسته په ټپه ودرېدل، چې طالبانو له امریکا وغوښتل، چې پاتې ۷۰۰۰ بندیان دې د دوحې د تړون له مخې افغان حکومت ور ازاد کړي، خو د افغان حکومت له لوري دغه غوښتنه بیا بیا رد شوه. طالبان د خپلو بندیانو نه ور ازادول او له تور لېسته د طالب مشرانو نن ایستل د دوحې د تړون نقض بولي او له همدې امله یې مذاکرات ترک کړي دي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close