جالبنړۍ

امریکا کې یو غل د کورونا وایروس وړیا ویشل کېدونکې ۱۰۰ شیشې غلا کړي

خوځښت (پنجشنبه، د ثور ۱۶مه، ۱۴۰۰): امریکایي رسنۍ وایي، چې د امریکا په واشنګټن ایالت کې یو سړی د کرونا واکسینو د ۱۰۰ شیشه یي بوتلونو د غلا په تور داسې مهال نیول شوی، چې دغه واکسین په ټوله امریکا کې وړیا ویشل کېږي. امریکايي رسنۍ وایي یاد غل د کورونا واکسینو له یادو شیشو سره سل زره امریکایي ډالر او یوه بله طبي اله هم غلا کړې، خو دوی ددې تحقیق کوي، چې غل ولې د کورونا واکسینو دغه وړیا ویشل کېدونکې شیشې پټولې. یاد غل چې ۳۰ کلن ښودل شوی، دوسیه یې قضایي مسوولینو ته سپارل شوې.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close