افغانستان

طالبانو په بغلان کې پینځه نورې قرارګاوې نیولي دي

خوځښت (جمعه، د ثور ۱۶مه، ۱۴۰۰): طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ اړوند یې د دایمیرک، عزیزان بابا، سید یاقوت، خلیفه باقي او چهل دختر پینځه نورې قرارګاوې نیولي دي.
مجاهد رسنیو ته په لېږلي خبر کې ویلي، چې په دې نښتو کې دوه عسکر وژل شوي، پینځه نور ژوندي نیول شوي او پاتې تښتېدلي. مجاهد په دې نښتو کې د ګڼ شمېر وسلو د نیولو خبر هم ورکوي.
ذبیح الله مجاهد داسې مهال په بغلان کې د نویو قرارګاو د نیولو خبر ورکوي، چې دفاع وزارت نن د ورځې په سر کې ادعا کړې وه، چې بغلان ته یې تازه دمې قوه لېږلې او د طالبانو د پرمختګونو مخه یې نیولې ده. وسله والو طالبانو په تېرو درې ورځو کې د بغلان برکې ولسوالي او د مرکزي بغلان د ولسوالۍ زوړ ښار نیولي وو. عیني شاهدان وایي سیمې ته د دفاع وزارت تازه سرتېري رسېدلي، خو تر اوسه یې د طالبانو د پرمختګونو مخه نده نیولې.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close