افغانستان

د هلمند وکیله: هلمند کې ۲۷۰۰۰امنیتي ځواکونه د دوه زره طالبانو مخه نشي نیولی

خوځښت (جمعه، د ثور ۱۶مه، ۱۴۰۰): په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې شګوفه نورزۍ وایي په هلمند کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ په روانه جګړه کې اوه ویشت زره (۲۷۰۰۰) امنیتي ځواکونه د ۲۰۰۰ طالبانو مخه نشي نیولی. نورزۍ د هلمند وژغورئ په نوم یوې خبري ناستې ته په خپلو خبرو کې ویلي، چې ددې کار لامل د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خیالي سرتېرو او پولیسو شتون دی او طالبان پر دې توانېدلي، چې د هلمند د ښار څنډو ته ځانونه ورسوي. د هلمند یادې استازې دې خبري غونډې ته ویلي، چې د هلمند امنیتي وضعیت ډېر بد حالت ته رسېدلی او له دې حالته یې بیا ژغورل ستونزمن کار دی.
په ولسي جرګه ګې د هلمند د خلکو دې استازې داسې مهال د هلمند په ولایت کې د ۲۰۰۰ طالبانو په مقابل کې د ۲۷۰۰۰ امنیتي ځواکونو د ناکامۍ خبره کړې، چې په دې ولایت کې له تېرو څو ورځو سخته نښته روانه ده. د راپورونو له مخې وسله وال طالبان هره ورځ له امنیتي ځواکونو پرلپسې پوستې او قرارګاوې نیسي او په ډېرو ځایونو کې امنیتي منسوبین په خپله خوښه طالبانو ته تسلیمېږي. پر دې سربېره په هلمند ولایت کې له تېرو دوه میاشتو راپدېخوا د امنیتي منسوبینو په پوستو کې د طالبانو نفوذي پولیس او سرتېري پر خپلو ملګرو د ټوپکونو خولې هم ور اړوي او د وژل شویو سرتېرو او پولیسو وسلې له ځان سره طالبانو ته ور وړي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close