سیاسي

د لغمان د پوستو تخریب او درې خبرې

محمد اصف ازاد

شور یې ګډ کړیق چې د لغمان خلکو د شریرو ملېشو پوستې او له خاورو ډک جوالونو نړول او له منځه وړل د ملي شتمنۍ(!) چور دی او…!
لومړی خو دا خبره چې د دې خلکو فېسبوک والونه وګورئ، چې د هلمند په وحشت یې هم له خولې آه وتلی او که نه یوازې د خاورو او شږو په بوجیو یې له خولې لاړې بادېږي؟! هلمند کې چې همدې وحشي ملېشو بسته کورنۍ له منځه وړې، دې وحشت هم زورولی او که نه د شږو بوجیو په تخریب ژاړي؟! آیا دا د خاورو او شږو بوجۍ د هلمند د ټولې شهیدې شوې کورنۍ څخه ډېر ارزښت درلود؟!
دویمه خبره دا چې د خاورو او شږو څخه ډکو بوجیو په تخریب یې ستوني شلیږي؛ ولې یې د بهرنیو عسکرو لخوا د نسبتاً ښو جوړو شوو آډو تخریب باندې خولې نه خلاصیږي او نه یې منع کوي؟! پر هغو یې کوم غبرګون وښود؟!
او درېیمه خبره دا چې د ولس دا غبرګون مه غندئ، له دې څخه یې در کچ کړئ چې له دې شریرو ملېشو او له دې شریرې تپل شوې ادارې څخه د ولس کرکه او نفرت تر کومې اندازې دی؟!
دا د خاورو او شږو بوجیو نړول او ورانول کوم سره زر او الماس نه دي او نه بل د کومې ګټې څیز دی چې ولس یې د پیسو او یا بلې مادي ګټې په خاطر تخریبوي؛ بلکې خبره دا ده چې دې پوستو کې مېشتو وحشي ملېشو دا ولس دومره زورولی، دومره کړولی او دومره ستومانه کړی، چې بلاخره د مظلوم ملت غوسه آن په دا ډول اظهاروي.
هغه ولس چې همدې ملېشو هم خپله او هم په پردیو داړلی، وهلی او وژلی دی، ارزښتونه او مقدسات یې ورته ښکنځلي او د دې مظلوم ملت په خلاف یې له هیڅ ډول وحشت او جنایت څخه درېغ نه دی کړی؛ نو له دې زورېدلي ملت تاسې څه تمه کوی چې له دې ښه معامله درسره وکړي؟!
انتظار وکړئ، د هغې ورځې چې د دې ملت لاسونه مو تر ګرېوانو در ورسیږي، او دا ورځ ډېره نیږدې ده ان شاءالله…

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close