سیاسي

دا ټولشموله حکومت څه شی دی؟

نورالحق څلی

د روان اشغال د ټولو اردلیانو لکه کرزي، غني، عبدالله، غلسالارانو، جنګسالارانو، اپین سالارانو، جهادي مشرانو، چوشکیانو او د دوی د انډیوالانو ګډ شرکت ته ټول شموله حکومت وایي. په بله وینا دا د هغو کسانو ګډ شرکت دی، چې د افغان ولس په ربړولو او لوټلو کې هېڅکله ستومانه نشول. دغه ښاغلي له آسمان څخه نه دي رالوېدلي، هسې روان اشغال له بېلابېلو سوړو څخه راوایستل او پر خپلو برېښنایي زینو او په لفتونو کې یې دغو مقامونو ته وخېږول.
دا داسې یو شرکت دی چې ونډه لرونکو یې هر ورځ د افغانستان اساسي قانون له سهاره تر ماښامه پورې تر پښو لاندې کړی دی. د دې شرکت د غړو ونډې او واکونه د دوی د بادار امریکا له خوا ټاکل کېږي. د شرکت مشري به دا ځل د یوه« سرغل» له خوا نه، د څو غلو له خوا په ګډه کېږي.
د شرکت د ونډو لرونکو دندې د وروستیو نولسو کلونو د لاسته راوړنو لکه: فساد ، چور، غصب، وژنې، غلاوې، د ملي ارزښتونو او ملي بنسټونو بې اعتبارول غځول او جاري ساتل وي. سر بېره پر دې باید پر خلکو باندې درد او سپکاوی هم ومني، ځکه اصلي ځواک همدا دی. یوازې د خلکو غاړه ایښودنه بسنه نه کوي. پرته د خلکو له کړاو څخه، ته څرنګه ډاډمن کېدای شې، چې خلک نه خپلې ارادې ته، بلکې ستا ارادې ته غاړه ږدي؟
د چارو د ښه سمون لپاره د شرکت جګپوړي ونډه لرونکي کولی شي یو شمېر نوي سیاسي خیاطان وګماري. دا ځل به د فعالو او نوښتګرو سیاسي خیاطانو، امتیازات د نورو په پرتله، لږ تر لږه سل “ویتامین دالره” ډېر وي.
که غواړئ د دغه ټول شموله حکومت د میراث په اړه څه واورۍ، په ډېر درد سره باید ووایو، چې دغه آفت د کرونا له وبا څخه سل ځله بد دی. دغه ټول شموله حکومت به د هغه څه د تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې وکړي چې د« ملي آفت حکومت» په کې پاتې راغی. حکومت به د ولس او هېواد لپاره یومخ وژنې او ورانۍ وهڅوي، ان زمونږ پایښت ته ګواښ دی. یو څه څرګند دي او هغه دا چې د دغه ټول شمول حکومت د سر سړي به هرو مرو د هدیرو ډېر شتمن کسان وي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close