فلسطیننړۍ

اسرايېلو پر اقصی مسجد برید کې ۵۳ فلسطینیان ټپیان کړي

خوځښت (شنبه، د ثور ۱۷مه، ۱۴۰۰): د فلسطین رسنیو د مرکز د راپور پر بنسټ تېره ورځ په اقصی مسجد کې د زرګونو فلسطینیانو له لمانځه وروسته اسرایېلي پولیسو پر لمونځ کوونکو د مسجد په احاطه کې دننه برید کړی، چې له امله یې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۵۳ فلسطینیان ټپیان شوي.
له اسرایېلي پولیسو او پوځيانو سره دغه نښتې د الشیخ جراح او المغاربه په دروازو او اقصی مسجد کې دننه شوې. د المیادین خبري اژانس پر وینا د ځینو ټپیانو حالت وخیم ښودل شوی. ویل کېږي ډېری ټپیان په سترګو او سر ټپیان شوي. ویل کېږي اسرایېلي پوځیانو او پولیسو په مسجد کې ناست اعتکافیان هم وهلي او ټکولي دي او مسجد ته د الشیخ جراح تللې لاره یې تړلې ده. د ځایي رسنیو د خبر له مخې ټپیان هغه لمونځ کوونکي دي، چې د اقصی مسجد ته د جمعې د لمانځه لپاره ورغلي وو. د رسنیو د خبر له مخې ډېری لمونځ کوونکي فلسطینیان نیول شوي هم دي. ویل کېږي اسرایېلي پوځیانو او پولیسو پر لمونځ کوونکو ګازي بمونه او مرمۍ کارولي او په برقي ډنډو یې وهلي.
د حماس د سیاسي دفتر رییس اسماعیل هنیه په اقصی مسجد کې پر لمونځ کوونکو برید غندلی او ویلي یې دي، چې دوی به له القدسه د سر او وینې په بدل کې ساتنه وکړي. پر حماس سربېره د اسلامي جهاد او الفتح ګوندونو هم یاد برید غندلی.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close