ټولنیزې

په نوي شکل د تاریخ تکرار

رومان شېرزاد

د یو عادي افغان په صفت درته وایم هیله ده دا د پنجاب اصطلاح خپلو هېوادوالو ته مه کاروئ او د هغوی غوسه او قهر په دا ډول خبرو او لقبونو مه راپاروئ. پخوانیو کمونستانو پخوانیو مجاهدینو ته، چې د شوروي له سرو لښکرو سره جنګیدل، نو د اشرار کلیمه یې کاروله؛ انجام یې څه شو؟ اوس تاسو هم نشئ کولای دغه کلیمه خپلو مخالفینو ته استعمال کړئ، چې نتیجه به یې حتماً منفي وي. مخکې له دې چې پر ځان ټولې پرانستې دروازې بندې کړو؛ ښه به دا وي، چې له معقول منطق کار واخلو او سولې ته میلان وکړو. دا چې سوله کوو، نو له منصب او شخصي څوکۍ به حتماً تېرېږو او دا کار قرباني غواړي. دا بل طرف ته باید هر نهاد او هره اداره پر خپل ځای پاتې وي؛ فقط یو کوچنی معقول تغیر دې پکې راشي؛ ترڅو ټول ملت او هر افغان په راتلونکي حکومت کې د برابرۍ او حقوقو پر بنیاد ځانونه وویني. دا د حل یوازینۍ لاره ده، خو که چانس مو له لاسه ورکړ؛ نو ټول به سخت پښېمانه شوو.
الله مکړه وخت به رانه تېر وي او د یوې بلې بهرنۍ دسیسې ښکار به شوو. په تېرو شلو کلونو کې ډېرڅه کیدل، خو متأسفانه ونشول او وخت وژنه وشوه؛ اوس د فاینل اواختتام وخت دی، که احتیاط ونکړو او معقول دریځ غوره نکړو، نو د ډاکټرنجیب د وخت ډرامه یو ځل بیا هم الله مکړه تکراریدونکې ده. نجیب هم غوښتل په خبرو وخت ووژني او یو څو ورځې نور هم په اقتدار کې پاتې شي، خو بخت ورسره یاري ونکړه؛ کړۍ پرې راتنګه شوه او خپلو هغو ملګرو د مرګ خولې ته ورکړ، چې ده زیات باورپرې لاره. که د وخت مجاهدینو ټولو کمونستانو ته عمومي عفوه اعلان کړي وه، خو نجیب ترې پر وخت ګټه پورته نکړه؛ فلهذا دلته اوس یو ځل بیا تاریخ په یوه نوي شکل تکرارېږي؛ هر سړی دې فکر وکړي، چې په تېرو شلو اشغالي کلونو کې یې څومره تېروتنې کړي، ولې له دغه تېروتنو ندی مستفید شوی او ولې یې راغلي امکانات په سمه توګه استعما ل نکړل؟ ایا د ترورېزم پر بهانه اشغالګر راوستل یو ملي او اخلاقي جرم نه و؟ نن هاغه دی دوی هم د روسانوپه شان سیاسي، عسکري او ورسره اخلاقي ماته وخوړه او پرمخ روان دي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close