افغانستان

طالبان نړیوالو ته: د مذاکراتو د پرمختګ مخې ته خنډونه دې لرې شي او بندیان دې ازاد شي

خوځښت (شنبه، د ثور ۱۷مه، ۱۴۰۰): دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم وردګ وایي د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د دوی د مرکچي پلاوي مرستیال عباس ستانکزي او ورسره پلاوي له امریکا، اورپايي اتحادیې، جرمني، برتانیې، ناروې، فرانسې، ایټالیې او ملګرو ملتونو له ځانګړو استازو او سفیرانو سره انلاین ناسته کړې او یادو هېوادونو ته یې یوځل بیا په ډاګه کړې، چې د دوی دريځ له پيله دا دی چې، ستونزې بايد د خبرو اترو له لارې هوارې شي‌.
‏د نعیم وردګ په وینا دوی ددې ناستې ګډونوالو ته ویلي، چې باید د مذاکراتو د پرمختګ پر وړاندي خنډونه ليرې شي، د دوی د مشرانو او غړو نومونه له تور لېست څخه ووځي او له امریکا سره د توافقنامې پر اساس ټولې ژمني عملي شي، په ځانګړي ډول د بندیانو په اړه؛ ترڅو د سولې پر پروسه باور زیات شي.
نعیم وردګ وایي، چې دوی یادې ناستې ته ویلي، چې دوی د قدرت انحصار نه غواړي، بلکې د سولې د مذاکراتو له لارې د داسې نظام رامنځ ته کول غواړي، چې د افغان ولس د ارمانونو او هيلو ممثل وي. طالبانو دې ناستې ته ویلي، چې په افغانستان کې د ګډوډيو مخنیوي لپاره بايد يو قوي اسلامي نظام را منځته شي؛ داسې نظام چې هم د هېواد استقلال او ارضي تماميت وساتي او هم قانون په هر چا عملي کړي. طالبانو غونډې ته په خپل دریځ کې څرګنده کړې، چې په تاریخي لحاظ په افغانستان او نړۍ کې څو ګوندیزو ایتلافي حکومتونو نتیجه نه ده ورکړې، نو ځکه له دې وروسته هم نتیجه نه ورکوي.
‏طالبانو دې ناستې ته ډاډ ورکړی، چې دوی په راتلونکې مرحله کې ټولو بهرنیو دیپلوماټانو، ژورنالیستانو او په بشري برخه کې د موسسو کارکوونکو ته اطمینان ورکوي، چې د دوی امنیت به خوندي کوي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close