افغانستان

کاپیسا کې د کور د چت د راولوېدو په پېښه کې ۷ تنه مړه شوي

خوځښت (شنبه، د ثور ۱۷مه، ۱۴۰۰): په کاپیسا ولایت کې د باران له ورېدو وروسته د یو کور د چت د راپرېوتو په پېښه کې د یوې کورنۍ ۷ تنه غړي مړه شوي. د کاپیسسا د والي ویاند قیس قادري وایي دغه پېښه بیګاه شپه د نجراب ولسوالۍ په زنده خېل کلي کې شوې. د قادري په خبره په مړو شویو کسانو کې ماشومان او میرمنې هم شته.
په کاپیسا کې سږ کال د بارانونو ورښت د نور کله په پرتله ډېر دی او حکومت یې له وړاندې وړاندوینه کړې وه. له دې مخکې د یاد ولایت په کوه بند ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله ۱۱ تنه مړه شوي وو.
پېښو ته د رسېدلو په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې په تېرو ورځو کې په ۲۵ ولایتونو کې د باران ورېدو او سیلابونو بهېدو له امله ۶۶ تنو خپل ځان له لاسه ورکړی او ۲۵ تنه نور لادرکه دي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close