نړۍ

عراق کې د عین الاسد پر امریکایي اډه پې پیلوټه الوتکې برید کړی

خوځښت (شنبه، د ثور ۱۷مه، ۱۴۰۰): د عراق په الانبار ولایت کې د عین الاسد پر نظامي هوایي اډه نن سهار بې پیلوټه الوتکو برید کړی، چې له امله یې یاده هوایي نظامي اډه تړل شوې.
دغه هوایي اډه چې د امریکایي ځواکونو په لاس کې ده؛ ټولټال ۲۵۰۰ امریکایي پوځیان په کې مېشت دي. په عراق کې د نړیوال ایتلاف د ځواکونو ویاند ویلي، چې په دې برید کې څو الوتکو ته زیان اوښتی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ندي ویلي.
پر یاده نظامي اډه د مارچ په لومړیو کې هم لس توغندي توغېدلي وو، چې له امله یې پر یو امریکایي قراردي د زړه حمله راغلې وه او مړ شوی و. تر اوسه نده معلومه چې دغه برید کومې وسله والې ډلې کړی، خو امریکا پر ایران تور لګوي، چې په عراق کې شیعه وسله والې ډلې تمویلوي او پر امریکایي پوځیانو بریدونو ته یې هڅوي. ایران دا تورونو تل رد کړي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close