افغانستان

راپور: په ۵ کلونو کې افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو په هوایي بمباریو کې ۱۵۹۸ ماشومان وژلي

خوځښت (شنبه، د ثور ۱۷مه، ۱۴۰۰): د ملګرو ملتونو د احصایو له مخې د وسله وال تاوتریخوالي پر وړاندې عمل(AOAV) سازمان له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د ملګي تلفاتو څلوېښت سلنه برخه ماشومان دي، چې د بهرنیو ځواکونو او افغان امنیتي ځواکونو په هوایي عملیاتو کې وژل شوي.
ددې راپور پر بنسټ په تېرو پینځو کلونو کې د بهرنیانو او افغان دولت په هوایي بریدونو کې ۱۵۹۸ ماشومان وژل شوي. په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۱۶ز کال څخه تر ۲۰۲۰ز کال پورې په ټول افغانستان کې ۲۱۲۲ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۸۵۵ نور ټپیان شوي، چې په دوی کې ۱۵۹۸ ماشومان وژل شوي او ۸۱۳ نور ټپیان شوي. د وسله وال تاوتریخوالي پر وړاندې د عمل (AOAV) د سازمان د راپور له مخې په دغو هوایي بریدونو کې ۶۲ سلنه بهرنیو ځواکونو ترسره کړي.
په افغانستان کې د ماشومانو د نجات د ټولنې مشر کریس نیامندي د راپور جوړونکو ته ویلي، چې «په افغانستان کې ماشومانو ته د تلفاتو د ډېرښت خبره نوې خبره نده، بلکې افغانستان د ماشومانو لپاره ستر مرګونی هېواد دی».
د ملګرو ملتونو د احصایې له مخې په وروستیو ۷ کلونو کې په افغانستان کې له ۳۰۰۰ ډېر ولسي وګړي وژل شوي. د ملګررو ملتونو د یو بل راپور له مخې په ۲۰۲۰ز کال کې په افغانستان کې د روانې جګړې له امله ۸۸۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې په دوی کې ۳۰۳۵ تنه وژل شوي او ۵۷۸۵ تنه نور ټپیان شوي.
نړیوالو بشري او حقوقي ټولنو بیا بیا په جګړه کې پر دخیلو اړخونو غږ کړی، چې د ولسي وګړو د تلفاتو مخه ونیسي، خو هیڅ لورري دې ته پاملرنه نده کړې.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close