فلسطیننړۍ

پر اقصی مسجد د اسرایېلو د برید له امله د ټپیانو شمېره ۲۰۵ تنو ته لوړه شوې

خوځښت (شنبه، د ثور ۱۷مه، ۱۴۰۰): پر اقصی مسجد د اسرایېلي پوځیانو له لوري د پروني برید له امله د فلسطیني لمونځ کوونکو د ټپیانو شمېره ۲۰۵ تنو ته لوړه شوې. د ځایي سرچینو پر وینا بیګاه شپه د اقصی په مسجد کې دننه د فلسطیني لمونځ کوونکو او اسرایېلي پوځیانو او پولیسو تر منځ سختې نښتې رامنځ شوي، چې له امله یې ۲۰۵ فلسطینیان ټپیان شوي.
د فلسطین د رسنیو مرکز وایي اسرایېلي عسکرو بیګاه ماښام د لمانځه پر مهال پر لمونځ کوونکو ګازي مرمۍ او بمونه غورځولي او د اقصی مسجد بریښنا یې پرې کړې. د یاد مرکز پر وینا په ټپیانو کې د ځینو حالت نازک دی. ویل کېږي په ټپیانو کې د مسجد ساتونکي او یو شمېر خبریالان هم شته.
ملګرو ملتونو او امریکا پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې، ایران بیا دغه تاوتريخوالی غندلی او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د خپلې پرېکنده دندې له مخې د دغه جنګي جنایت پر وړاندې ګام واخلي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close