شعر

نه، نه پۀ هر چا نۀ کوو د زړونو اعتماد

سپین کوچی

څۀ نۀ وایي،خاموش دي، چوپ دي غلي دي یاران
د زړۀ خفه کالۀ ته مې راغلي دي یاران

نه،نه پۀ هر چا نۀ کوو د زړونو اعتماد
د زړونو محبت ته موږ ټاکلي دي یاران

یو څوتنه ځان ټول قربانوي درنه همیش
یو څو د خپل ښائیست ازار ګټلي دي یاران

چې کومې ورکې لارې ورته ونیسي سړی
پۀ ورکو ، ورکو ، ورکو لارو تللي دي یاران

نه،نه دومره ارزانه یې لۀ لاس نۀ ورکوي
پۀ لوړ قیمت چې چا ته پرېوتلي دي یاران

ویل مې چې پۀ کار بۀ تاته شم پۀ کومه ورځ
ویل یې، بدې ورځ ته مې ساتلي دي یاران

کۀ چا راپسې کړی وي غِیبت او چا تهمت
روژې ستا پۀ خاطر مې ټول بخښلي دي یاران

نۀ شور، نۀ یې مستې، نۀ یې خندا ناڅي پر شونډو
زړۀ ماتي دي کۀ څۀ بلا وهلي دي یاران

ترخې، ستغې او سپورې یې بیا هم اخلي پر ناز
حالاتو څو،څو ځله سخت رټلي دي یاران

کوچیه ګوره فکر ته دې پام ساته همیش
چې ډېرو پۀ وړه خبر بایللي دي یاران

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close