افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د دشت برچي په چاودنه کې ۸۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

خوځښت (شنبه، د ثور ۱۷مه، ۱۴۰۰): د کورنیو چارو وزارت وایي د کابل ښار په دیارلسمه امنیتي حوزه کې د دشت برچي په سیمه کې د نن ورځې په چاودنه کې ۸۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند طارق ارین پر وینا په دوی کې ۳۰ تنه وژل شوي او ۵۲ تنه نور ټپیان دي.
وسله والو طالبانو د چاودنې غندنه کړې او په دې چاودنه کې یې لاس لرل رد کړي. ولسمشر اشرف غني هم پېښه غندلې.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close