افغانستانځانګړی راپور

د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغان امنیتي ځواکونه تر کله مقاومت وکړي؟ (د خوځښت ځانګړی راپور)

د خوځښت ځانګړی راپور (سه شنبه، د ثور ۲۱مه، ۱۴۰۰): امریکا او ناټو د روان کال د سپتمبر تر ۱۱مې په افغانستان کې خپل نظامي حضور ته د پای ټکی ږدي او په هېواد کې ټولې امنیتي چارې به افغان ځواکونو ته وسپارل شي. تر اوسه په روانه میاشت کې افغان ځواکونو ته دوه نظامي مرکزونه سپارل شوي، خو پوښتنه دلته ده، چې ایا د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغان امنیتي ځواکونه د هېواد امنیت وساتلی شي او د طالبانو د بریدونو پر وړاندې به مقاومت وکړای شي که نه؟ که وکړای شي، نو تر کوم وخته؟
د خوځښت ټکی کام ادارې یادې پوښتنې له یو شمېر افغان شنونکو سره شریکې کړي.
د سیاسي چارو شنونکی او لیکوال ډاکتر جلال هوتک پر دې اند دی، چې افغان امنیتي ځواکونه به د طالبانو پر وړاندې مقاومت ونشي کړی او زر به حکومت هم سقوط وکړي. د نوموړي پر وینا “اوسني حالت ته په کتو داسې ګمان کېږي، چې حکومت به په یو ډېر لنډ واټن کې د طالبانو په وړاندې سقوط‌ وکړي”. نوموړی وایي “له افغانستانه د امریکایي‌ او ناټو ځواکونو د وتلو له نه بدلېدونکې پریکړې سره د کابل حکومت د دوام او د حکومتي عسکرو د وړتیاوو په اړه ګڼې پوښتنې راولاړې شوې دي، چې په دې وروستیو کې یې د تر ټولو مطرح کېدونکو سیاسي موضوعاتو ځای نیولی. اوسني حالت ته په کتو داسې ګمان کېږي، چې حکومت به په یو ډېر لنډ واټن کې د طالبانو په وړاندې سقوط‌ وکړي”.
ډاکتر جلال هوتک د امنیتي ځواکونو د کمزورۍ ګڼ لاملونه ښيي او وایي”د انګیزې نشتون، د مالي او تمویلاتي منابعو

ډاکتر جلال هوتک
ډاکتر جلال هوتک

کمبود، د مسلکي پرسونل تشه او د روانې جګړې د مشروعیت په تړاو د حکومت د پوځیانو ګنګس اذهان هغه لاملونه دي، چې له امله یې ښایي د حکومت امنیتي صف ډېر ژر وپاشل شي او د نظام د ساتنې لومړی او وروستی کمربند مات شي”.
نوموړی پر دې اند دی، چې د بهرنیانو ملاتړ د افغان ځواکونو ځواکمنتیا ده، خو اوس چې دغه ملاتړ محدود شوی، نو افغان ځواکونو هم سیمې بایللي. د نوموړي پر وینا “په تېرو څو میاشتو کې چې امریکایي او ناټو ځواکونو په افغانستان کې له عملیاتو لاس اخیستی او خپل ماموریت یې د حکومتي عسکرو تر هوايي او استخباراتي ملاتړ پورې محدود کړی، موږ وینو چې حکومتي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې پراخه اراضي طالبانو ته بایللې ده او نه یوازې په لوړ شمېر کې مهمات یې د هغوی لاس ته لوېدلي،‌ بلکې په زیاترو سیمو کې ګڼ شمېر عسکرو هم ځانونه طالبانو ته سپارلي”.
دې ته په کتو ښاغلی هوتک د امنیتي ځواکونو راتلونکی تیاره ویني او وایي “په تېرو څو اوونیو کې‌ په هلمند، کندهار، بغلان، غزني، میدان وردګو او زابل ولایت کې د طالبانو چټک‌ پرمختګ او د حکومتي عسکرو شاته تګ او درنو تلفاتو ته که نظر وکړو، نو د هغوی راتلونکې تر ډېره تیاره بریښي او دا ترې څرګندېږي، چې دا مقاومت به د طالبانو په وړاندې تر ډېره تم نشي”.
نوموړی وایي “د حکومت د ډاډ او پر طالبانو د مافوقیت یوازینۍ هیله هوایي‌ ځواک او د جنګي الوتکو شتون دی، چې له دې وروستیو پېښو ښکاري هغه هم نور فلج دی او د مسلکي کسانو د نشتون له امله په لنډ وخت کې د سترو زیانونو شاهد پاتې شوی”.
ډاکتر جلال هوتک خوځښت ټکی کام ته وویل، چې “څه موده وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره پر امریکایي مرستو د څار ادارې «سیګار» یو راپور خپور کړ، او د خپلو څېړنو په پایله کې یې دا په ډاګه کړه، چې د بهرنیانو په نه شتون کې حکومت یوازې څو میاشتې کولای شي هوایي‌ ځواک سمبال او الوتکې پرواز ته چمتو کړي. اوس چې د جنګي الوتکو پرلپسې لوېدو او ویجاړېدو ته ګورو، نو د سیګار خبره سمه راته برېښي”.
د ښاغلي هوتک پر وینا “حکومت نه یوازې مسلکي پیلوټان نه لري، بلکې نشي‌ کولای چې خپل مشخص اهداف وولي، همدا لامل دی، چې پر طالبانو باندې کېدونکی هر هوايي برید د لسګونو ولسي وګړو په مرګ ژوبله تمامېږي”.
افغان خبریال او شنونکی عطاء مبارز پر دې اند دی، چې که بهرنیان ووځي، نو د هېواد امنیتي ځواکونه تر ډېره وخته د طالبانو د بریدونو مخې ته ولاړ نشي پاتې کېدی. نوموړي خوځښت ټکی کام ته ددې لاملونه دوه وښودل “لومړی دا چې طالبان د يوې نظريې له مخې جګړه کوي او افغان امنیتي ځواکونه له دغې روحیې خالي دي، بلکې د تنخوا لپاره جنګېږي، چې د سختۍ او ستونزو پر مهال د ځان ساتل تر تنخوا او مادياتو مهم وي” نوموړی زیاتوي “که چېرې هم پر افغان ځواکونو سختي راځي، نو دوی به مادیاتو ته پر ځان ساتنه ترجیح ورکوي، چې په دې صورت کې به یا تسلیمېږي او یا به سنګر پرېږدي. دویم دادی، چې د خواخوږۍ له مخې د ولس ډېره برخه له طالبانو سره ده، ځکه طالب د ‌هغوی ايډيال دی، طالب هغوی ته هېواد ازاد کړی او طالب د هغوی له سيمې شر و فساد ورک کړی، نو دا لامل هم ددې سبب کیدای شي، چې طالبان نور هم پیاوړي شي او افغان امنیتي ځواکونه یې پر وړاندې تر ډېره تم نشي”.
خو د چارو سیاسي شنونکی او رسنیز فعال عبدالرزاق حبیبي بیا پر دې اند دی، چې که د افغان ځواکونوهغه مالي او نظامي ملاتړ چې د بهرنیانو په شتون کې یې درلود پر ځای پاتې شي، نو افغان ځواکونه د طالبانو پر وړاندې مقاومت کولی شي، خو که یاد ملاتړ پرې شي، نو دطالبانو د بریدونو توان نلري. نوموړي خوځښت ټکی کام ته وویل “افغان ځواکونه په غیر عادي حالت کې روزل شوي، چې وړتياوې يې هم په عادي حالت کې له روزل شويو پوځيانو سره توپير کوي، خو د افغانستان جنګي او نظامي محیط ته په کتو سره که هغه مالي او نظامي ملاتړ، چې پخوا ددې ځواکونو تر شا و؛ که د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته هم دوام وکړي، نو افغان ځواکونه د اوږده مقاومت وړتيا لري، خو که یاد ملاتړ قطع شي، نو بیا به د طالبانو د سختو حملو د دفع او یا هم د خپلو ساحو د ساتلو توان نه لري”. نوموړی د افغان ځواکونو د پر شا کېدو دلیل د مرکز له لوري د مرستې نه ور رسېدل ښيي او وایي “د افغان ځواکونو لخوا د خپلو پوستو او یا هم نظامي مرکزونو د پريښودو یو ستر دليل له مرکزه د مرستې نه رسېدل دي او دا ددې لامل شوی دی، چې هغوی د مرګ پر ځای تسليمي غوره کړي او تازه خو دې حالت ته خبره رسېدلې، چې ځينو سيمو کې د سپين ږيرو په منځګړيتوب هم خپل نظامي مرکزونه پرېږدي”.
عبدالرزاق حبیبي د افغان ځواکونو ناکامۍ ته په اشاره وايي “عموماً په داسې جنګونو کې چې ستا ادرس معلوم او ستا د دښمن ادرس هیڅ معلوم نه وي؛ اوږدې جګړې ډېرې سختي دی، ځکه هیڅکله نه وي معلومه چې له کوم ادرس، په کوم ادرس او کوم وخت برید کېږي، په څومره قوت او څومره ځواک د څومره وخت لپاره به برید دوام وکړي او همدا ابهامات ددې لامل شوي دي، چې حکومتي ځواکونه همېشه د ناڅاپي او شديدو حملو له امله له خپلو سيمو څخه په شا کېدو ته مجبور شوي دي او یا یی هم خپلې سيمې پريښي دي”. نوموړی د افغان ځواکونو محدود هوایي ځواک هم هغه لامل بولي، چې د دولت د مخالفینو بریا ته لاره هواروي. د نوموړي پر اند “د افغان ځواکونو د محدود هوایي ځواک روان حالت ته په کتو د جګړې دوام به د افغان ځواکونو لپاره ډېر ستونزمن وي” د حبیبي پر وینا “له نظامي لارې د دولت د مخالفينو بريا او د واک تصاحب به افغانستان له ۹۰ يمې لسيزې هم بدتر حالت ته بوځي”.
لیکوال او د چارو کارپوه مختار لونګ پر دې اند دی، چې د بهرنیانو له وتلو وروسته افغان ځواکونه د طالبانو د بریدونو هیڅ مخه نشي نیولی. نوموړي خوځښت ټکی کام ته وویل، چې “امنیتي ځواکونه د څو دلالیلو له کبله د طالبانو د ځواک مقابله نه شي کولی لومړی دا چې امنیتي ځواک اسلامي روحیه نه لري. دویم دا چې امنیتي ځواکونه اجیر دي، چې د معاش لپاره د جګړو لیکو ته استخدام شوي. درېیم دا چې په ټیټه روحیه روزل شوي او څلورم دا چې دې ځواک ته هغه خلک استخدام شوي، چې هغه د افغان ټولنې لویدلې او رټل شوې او نالوستې طبقه ده”.
مختار لونګ پر دې اند دی، چې “د طالبانو مقابله امریکا جمع ټولې نړۍ ونه شوه کړی، نو امنیتي ځواکونه چې په ټولنه کې محبوبیت نلري؛ به یې څه وکړی شي”. مختار لونګ د امنیتي ځواکونو د مقاومت موده یوازې شپږ میاشتې ښيي. نوموړي خوځښت ټکی کام ته وویل، چې “که خبرې نتیجه ور نکړي او جنګ شروع شي؛ امنیتي ځواکونه له شپږو میاشتو وړاندې پاشل کېږي، خو که چېرته شمالي ټلواله ملیشې جوړې کړي، نو کیدای شي جنګ تر یو کال وغځلولی شي، خو ډېر نه”.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close