افغانستانځانګړی راپور

د طالبانو له لوري په روژه کې د ۲۵۸ امنیتي منسوبینو ازادي د شنونکو په باور څنګه عمل و؟ (د خوځښت ځانګړی راپور)

د خوځښت ځانګړی راپور (چهارشنبه، د ثور ۲۹مه، ۱۴۰۰): په افغانستان کې په روانه جګړه کې د بندیانو موضوع یوه جدي موضوع ده، چې په تېرو دوه لسیزو کې د بندیانو نیولو، شکنجه کولو او ازادولو ګڼ عکس العملونه پارولي. دا مهال بین الافغاني مذاکرات هم د طالب بندیانو د نه ازادولو له امله نېږدې په ټپه درېدلي، ځکه طالبان د دوحې د تړون له مخې د خپلو پاتې اوه زره (۷۰۰۰) بندیانو ازادي غواړي، خو افغان حکومت تر دا مهاله د یادو بندیانو ازادۍ ته زړه ننه ښه کوي. له دې کشمکش سره سره طالبانو د روژې په میاشت کې د حکومت ۲۵۸ امنیتي منسوبین د خپل مشر شیخ هبة الله د فرمان له مخې ازاد کړل، خو حکومت د طالبانو یو بندي هم ازاد نکړ. د ملي امنیت رییس هم په یوه خبري ناسته کې د طالبانو له لوري د روژې په میاشت کې د دوی د امنیتي منسوبینو ازادي تایید کړه.
خوځښت ټکی کام ددې موضوع په اړه د چارو له یو شمېر شنونکو او فعالانو سره غږېدلی او ترې پوښتلي مو دي، چې دوی د طالبانو له لوري په روژه کې د ۲۵۸ امنیتي منسوبینو ازادي څنګه ارزوي او څه فکر کوي، چې دغه ازاد شوي بندیان به بېرته د طالبانو په مخالفت کې د پوځ او پولیسو لیکو ته ستانه شي؟
د بندیانو د چارو شنونکی او د حزب اسلامي د ګوند د بندیانو مسوول ډاکتر لطیف الله صادق د طالبانو له لوري د روژې په میاشت کې د حکومت د ۲۵۸ بندیانو ازادي د سولې لپاره «مثبت او نیک اقدام» بولي. نوموړي خوځښت ټکی کام ته وویل، چې «د طالبانو دغه کار د سولې په پروژه کې يا د سولې لپاره ډېر مثبت اقدام و او په مثبت نظر ورته ګورو؛ نېک اقدام يې وکړ او نړۍ ته يې وښوده، چې د سولې لپاره مونږ اماده يو او د سولې لپاره قدم اوچتوو».

د بندیانو د چارو شنونکی او د حزب اسلامي د ګوند د بندیانو مسوول ډاکتر لطیف الله صادق
د بندیانو د چارو شنونکی او د حزب اسلامي د بندیانو مسوول ډاکتر لطیف الله صادق

د صادق له انده «طالبانو ضمناً وکولی شول، چې پدې کار سره خلکو ته دا هم وښيې، چې که دغه امنیتي منسوبین زمونږ په مقابل کې پر ودرېدو مجبور شوي، خو د دوی له خپلوانو او کورنیو سره مونږ خواخوږي لرو او دوی زمونږ ملت دی او مونږ یې پر خوشالۍ خوشحالېږو، نو د يوې ډالۍ په توګه یې دغه عسکر خپلو کورنیو ته ولېږل؛ ترڅو په اختر کې هغوی هم پدې خوشحالۍ کې ورشريک شي» نوموړی وایي، چې له ولس سره د طالبانو د خواخوږۍ له امله دې اقدام ته «له هرې خوا په نېک نظر ګورو» ډاکتر لطیف صادق پر دې اند دی، چې دغه ازاد شوي امنیتي منسوبین به هیڅکله هم د طالبانو پر ضد د حکومت لیکو ته لاړ نشي او دلیل یې هم له بندیانو سره د طالبانو په زندانونو کې د طالبانو ښه رویه ښيي. نوموړی وایي «فکر نه کوم چې دغه ازاد شوي امنیتي منسوبین دوباره د طالبانو مخالفت ته ودرېږي، ځکه طالبان چې له زندانیانو سره کومه رويه کوي فکر کوم هغه ډېره بده نده؛ ډېر وخت چې عسکر هغوی له ځان سره ساتلي او چې کله بېرته خوشي شوي، نو چې مونږ ورسره خبرې کړي، نو تقريباً ښې خاطرې لري». د ډاکتر صادق پر وینا «که دغه راخوشې شوي عسکر بيا جرئت وکړي او بیا د طالبانو په مقابل کې ودرېږي؛ ښایي طالبانو ته دومره مهمه نه وي».
د حزب اسلامي د بندیانو مسوول ډاکتر لطیف الله صادق هیله من دی، چې دواړه لوري دغسې مثبت ګامونه واخلي. نوموړي خوځښت ته وویل «هیله لرو په راتلونکي کې هم دواړه لوري دغسې مثبت ګامونه واخلي».
افغان ژورنالېست او شنونکی اسماعیل عندلیب د دغو ۲۵۸ بندیانو د ازادۍ په اړه وایي «هيڅ افغان به داسې يو اقدام، چې ددې هېواد ولسونو ته د خوښۍ زېری وي، نه يوازې دا چې بد ونه بولي، بلکې ستاينه به يې وکړي، طالبانو پخوا هم ورته اقدامات کړي او څومره چې ما د هغوی تګلارې تعقيب کړي؛ د ځانګړو اهدافو لپاره خصوصاً په دې وروستيو کې دا ډول يو اړخيزې او د پيل په توګه ابتکاري پرېکړې کوي، چې ستاينه يې پکار ده». نوموړي خوځښت ټکی کام ته وویل «له دواړو خواو دا ډول پرېکړې د جګړې او تاوتریخوالي په دې تاوده اور کې د يخې هوا د يوې څپې په توګه ده؛ که په لويه کې محسوس نه شي، هغو کورنيو ته خوښي بښي، چې غړي يې د بندي په توګه د جګړې قرباني دي او ژوند ته يې تمه لري».

افغان ژورنالېست او شنونکی اسماعیل عندلیب
افغان ژورنالېست او شنونکی اسماعیل عندلیب

 اسماعیل عندلیب دا یو هیله بښونکی عمل بولي او پر دې باور دی، چې «د طالبانو دغه اقدام به مقابل لوري ته چې افغان حکومت دی هم دا پيغام ولري، چې له خپله اړخه د بنديانو په خوشې کولو فکر وکړي؛ دا يو هيله بښونکی عمل دی. البته زما په باور دا يوازې په ولسي کچه د طالبانو د نرم دریځ څرګندونه کوي او له ځپلو کورنيو سره د احسان په معنا يې تعبيرولای شو، شايد طالبان ورڅخه په سياسي ډګر کې د يو دليل په توګه ګټه پورته کړي؛ خو تر ډېره بايد دا تمه ونه شي، چې کابل دې هم له خپله اړخه د طالبانو بنديان خوشې کړي، زما په فکر دا به دوه دلايل ولري. لومړی دا چې د بنديانو خوشې کول د طالبانو لخوا يو اړخيز اقدام دی، نه د کوم تړون پر اساس دی او نه د کومو مذاکراتو پر اساس؛ يوازې د هغوی د مشر شيخ هبة الله اخوندزاده د فرمان پر اساس د روژې په مناسبت خوشې کېږي، چې دا کومه نوې خبره نه ده؛ بلکې په وروستيو څو کلونو کې د طالبانو دا تعامل دی، چې وخت په وخت له هغوی سره بندي دولتي مامورين او سرتېري د ضمانتونو په اخستلو سره خوشې کوي. دویم دا چې د بنديانو موضوع لکه څنګه چې له امريکا سره د طالبانو د مذاکراتو يوه بنسټيزه موضوع وه؛ په بين الافغاني مذاکراتو کې هم مهمه ده».
نوموړی وایي «د امريکا او طالبانو تر منځ د دوحې د تړون له مخې د بنديانو پر خوشې کېدلو کابل اعتراض لري او نژدې هر لوړ پوړی مسئول يې هغه يوه تېروتنه بولي؛ د بنديانو موضوع تر ټولو مهمه بولي، نو د طالبانو لخوا د څو بنديانو د خوشې کولو په بدل کې که دا هيله وي، چې کابل دې هم ورته ښه نيت وښيي، دا هيله بې معنا ده».
اسماعیل عندلیب چې د خبریال او سیاسي شنوني په توګه د حکومت او طالبانو پر دوه اړخیزو تعاملونو تل شننې او راپورونه وړاندې کوي؛ د ازادو شویو امنیتي منسوبینو په اړه وایي «دا چې ازاد شوي امنیتي منسوبین به بیا د حکومت لیکو ته ورګرځي او که نه دا د افرادو د ژوند تر شرايطو پورې اړه لري، چې دوی څه د پوليسو يا اردو په ليکو کې شموليت ته اړ کړي وو؛ که په مشخص ډول ووايم، نو فکر نه کوم چې خوشې شوي افراد دې ژر او په بېړه بېرته خپلو پخوانيو دندو ته ورستانه شي. زما په باور دا څو علتونه درلودلای شي، لومړی دا چې د حکومت له امنيتي ليکو څخه له وتلو وروسته له يوې خوا هغه پروسه ډېره طولاني ده، چې پخواني مامورين بيا استخدام کړي او له بلې خوا د افغان حکومت امنيتي ادارې ډېر ځله خپل مامورين د نسيان کندې ته غورځوي؛ آن ډېر کله په امنيتي ادارو کې ټپي شوي سرتېري هېر شوي او يوې مړۍ ډوډۍ ته حيران وي، نو ناشونې ده، چې تازه خوشې شوي سرتېرې دې ژر او په اسانۍ بېرته خپلو دندو ته ستانه شي. دویم دا چې په روانه جګړه کې ډېر کله سرتيري د خپلو ملګرو لخوا وژل شوي؛ اوس چې دغو بنديانو يوه موده له طالبانو سره تېره کړې، ممکنه ده چې د دوی ادارې به ورڅخه وېره ولري. درېیم دا چې دوی د جګړې له ګرم تنور او د خپل دښمن له زندانه بېرته کورنيو ته ژوندي راګرځي، نو شايد د دوی کورنۍ هم دا اجازه ورنه کړي، چې بېرته دې د جګړې ليکو ته ولاړ شي، هغوی ته به د خپلو احبابو ژوند ګران وي. او وروستۍ خبره دا چې شونې ده، چې د طالبانو په بند کې د وخت په تېرولو سره هغوی په نظرياتي ډول بدل شوي وي يا يې طالبانو ته ضمانت ورکړی وي، يا خپله په رواني اساس دې ته چمتو نه وي، چې بیا د جګړې لومړۍ کرښې ته ولاړ شي».
د اتریش په ویانا ښار کې د سَمک – (Save Afghan Mother and Child ) SAMC خیریه ټولنې مشر فضل الرحمن صمدي د طالبانو یاد اقدام ښه کار او د ولس په منځ کې د محبوبیت د موندلو پیلامه بولي. نوموړي خوځښت ټکی کام ته وویل، چې «طالبانو ډېر ښه کار وکړ، ځکه که دوی غواړي د ولس په منځ کې محبوبیت ومومي، نو همدا یې پیلامه کیدای شي».

د اتریش په ویانا ښار کې د سَمک خیریه ټولنې مشر فضل الرحمن صمدي
د اتریش په ویانا ښار کې د سَمک خیریه ټولنې مشر فضل الرحمن صمدي

د ښاغلي صمدي په وینا «طالبان په دې هڅه کې دي، چې په تېرو شلو کلونو کې چې په دوی پسې کوم ناوړه منفي تبلیغات شوي؛ دوی عملاً د هغه په مقابل کې ولس ته ښکاره کړه، چې دوی هغه څه نه دي، چې حکومت او نړیوالو معرفي کول. طالبانو ولس ته عملاً ښکاره کړه، چې دوی له چا څخه د غچ اخیستولو فکر نه لري؛ حتی له هغوی هم چې د دوی په مقابل کې جنګېږي».
نوموړی له حکومت سره د طالب بندیانو د ازادۍ په اړه وایي، چې «تر کومه ځایه چې تېر ځل مونږ ولیدل حکومت طالب بندیان د بهرنیانو د فشار او حکم پر بنسټ آزاد کړل؛ که نه حکومت په خپله خوښه د بندیانو آزادول نه غوښتل او دا ځل به هم حکومت ځکه طالب بندیان خوشي نکړي، چې دوی هم د امتیاز اخیستلو لپاره پرته له بندیانو بل څه په لاس کې نه لري؛ ترڅو چې ممکنه وي دوی به د بندیانو په خلاصون کې په مختلفو بهانو ټګي او برګي وکړي».
ښاغلی صمدي پر دې اند دی، چې ممکن په ازادو شویو امنیتي منسوبینو کې لږه برخه بېرته د طالبانو پر ضد په امنیتي ارګانونو کې ودرېږي. نوموړی یې دلیل غربت ښيي؛ نوموړی وایي «کیدای شي یو تعداد یې بېرته د دولتي قواوو په صف کې ودرېږي او دا هم ددې دلیل له مخې، چې غربت بې کچې ډېر دی او همدا زمونږ د اکثریت ځوانانو لویه مجبوري ده، خو ډېری برخه به یې له طالبانو څخه په مثبت ذهنیت خپلو سیمو او کورونو ته لاړ شي».
د خواله رسنیو او خیریه کارونو فعال فضل ربي شاکر هم ډاکتر لطیف الله صادق او اسماعیل عندلیب ته ورته خبره کوي. نوموړي خوځښت ټکی کام ته وویل، چې «د بنديانو آزادول که له هر لوري وي، دا يو مثبت ګام دی، ځکه د سولې په روانه پروسه کې د ښکېلو لوريو تر منځ تر هر څه اړين کار د باور وړ يوې فضا رامنځ ته کول دي او د بنديانو آزادول د همداسې يوې فضا د ایجاد له پاره تر ټولو غوره او اغېزمن ګام ثابتېدای شي».

د خواله رسنیو او خیریه کارونو فعال فضل ربي شاکر

نوموړی پر دې اند دی، چې ازاد شوي امنیتي منسوبین به بیا د حکومت لیکو ته ستانه نشي. نوموړی وايي «زه فکر نه کوم، چې د خوشې شويو سرتېرو ډېری برخه به بېرته د پوځ ليکو ته ستانه شي، ځکه چې پوهېږي، دولت هغسې پاملرنه او توجه ورته نه کوي څنګه چې يې د سرتېرو دنده او امنيتي او دفاعي وضعيت ايجابوي، بلکې متأسفانه د سون توکو په څېر ترې استفاده کوي، چې ومړ او يا اسير شو، بيا يې په کېسه نه دی. يو تريخ واقعيت دا هم دی، چې د سرتېرو ليکې تر ډېره د يوې ملي انګېزې پر ځای د فقر، بې روزګارۍ او ناچارۍ څخه د ځان خلاصي په پار ډکېږي؛ کلي او ولس کې چې ځوانان بل کار او روزګار و نه مومي، نو اردو ته ځي؛ څو خپل ځان او کورنۍ له مرګوني فقره وژغوري، کله چې بيا هلته له جدي او مرګوني ګواښ سره مواجه کېږي، نو طبيعي خبره ده، چې زړه ورته نه ټينګوي، وايي همغه پخوانی حالت ښه و، که له دې ځايه ژوندی ووتم، بېرته نه راځم».
د خواله رسنیو بل فعال عرفان الله ایوبي بیا وایي، چې «د بنديانو ساتل که له هرې خوا وي د افغانانو کوم درد نه دوا کوي، برعکس دردونه زياتوي. هر بندي چې خلاصېږي يوې کورنۍ ته خوشحالي بښي؛ له بنديانو سره بد سلوک د ټولو نورمونو خلاف عمل دى، هر څوک يې چې کوي بد کوي».

د خواله رسنیو فعال عرفان الله ایوبي
د خواله رسنیو فعال عرفان الله ایوبي

ښاغلی ایوبي هم د ښاغلي صمدي په څېر پر دې اند دی، چې ممکن ځینې ازاد شوي بندیان د غربت له امله بېرته د امنیتي ارګانونو ته ننوځي. نوموړی وایي «زه به يو څه دقيق ونه شم ويلى، چې ياد بنديان به تر خوشې کېدو وروسته بېرته د طالبانو په مخالفت لاس پورې کړي او که نه؛ خو يو څه چې ويلى شم دا دي، چې افغانان زياتره غريبان دي، ډېرى هغو چې په جنګي اُرګانو کې دي مجبوراً دې ليکو ته ورغلي دي؛ دوی د معاش له انګېزې پرته بله انګيزه نلري؛ ممکن يو تعداد بيا ځلې مجبوراً دې ليکو ته لاړ شي؛ زه ډاډه يم چې د دوی بيا ځلې ورتګ به هرګز د کابل ادارې د فتحې باعث نشي؛ خو غم دا دى، چې دوی به د يو غيرمشروع رژيم لپاره قرباني شي».

د چارو شنونکی احسان ممله وال هم ورته نظر لري؛ نوموړي خوځښت ټکی کام ته وویل، چې «د طالبانو دغه کارمثبت دی، او له طالبانو ولس همدا تمه لري؛ په دې کارسره

د چارو شنونکی احسان ممله وال
د چارو شنونکی احسان ممله وال

يې په ولسونو کې محبوبيت نور هم زياتېږي؛ طالبان بايد کوښښ وکړي، چې په ولسونو کې خپل محبوبيت زيات کړي او د ولسونو زړه لاسته راوړي».
ښاغلی ممله وال پر دې اند دی، چې «ازاد شوي امنیتي منسوبین به بېرته د جنګ ليکو ته لاړشي، ځکه پر حکومت د ولسونو اعتبار نور ختم شوی؛ حکومت حتی دومره هم نشي کولای، چې د جنګ په وخت کې د خپلو عسکرو دفاع وکړي، اکمالات ورته ورسوي او آن په مياشتو مياشتو یې معاشونه هم ندي اخيستي».
له عربي نړۍ د خواله رسنیو بل فعال عبدالسلام وزیروال ددې بندیانو ازادي سولې ته د طالبانو ژمنتیا بولي. نوموړي خوځښت ټکی کام ته وویل، چې «د طالبانو له لوري د کابو درې سوو زنداني سرتېرو له خوشې کولو ښکاري، چې طالبان سولې ته تر بل هر چا زیات لېوال او په افغان وګړو یې د زړه خوږ زیات دی، خو له بده مرغه کابل په دې برخه کې ناغېړي کوي او تر دې چې د دوی لخوا طالب زندانیانو ته د روحي ځور او فزیکي تعذیب راپورونه لاس پر لاس کېږي».

له عربي نړۍ د خواله رسنیو فعال عبدالسلام وزیروال
له عربي نړۍ د خواله رسنیو فعال عبدالسلام وزیروال

دی د دغو ازادو شویو بندیانو په اړه وایي «زه ګومان نه کوم د طالبانو لخوا خوشې شوي عسکر بیا ځل د جګړې ډګر ته وګرځي، ځکه له دغو عسکرو سره د طالبانو چلند خورا حکیمانه او رحیمانه وي؛ تر ټولو غوره یې دا ده، چې دا عسکر پرته له کومې مادي او نغدي جریمې خوشې کېږي او افغانان دا عادت لري، چې ښه د هیچا نه هېروي».
خبریال او رپورټر حفیظ الله جلال چې نېږدې یوه لسیزه کېږي د بندیانو د چارو په اړه رسنیو ته راپورونه او خبررونه جوړوي؛ د طالبانو له لوري د دغو بندیانو ازادي ډېر ښه کار بولي. نوموړي خوځښت ټکی کام ته وویل «دا یو ډېر ښه کار دی، چې طالبانو وکړ؛ افغانان ځورېدلي او کړېدلي خلک دي او نده په کار، چې نور کونډې، بورې او یتیمان زیات شي؛ لازمه ده چې دواړه لوري دغه مجبوریتونه درک کړي».

خبریال او رپورټر حفیظ الله جلال
خبریال او رپورټر حفیظ الله جلال

دی هم د نورو په څېر پر دې اند دی، چې ازاد شوي بندیان به نور په امنیتي لیکو کې ونه درېږي. نوموړی وایي «طالبانو له دې وړاندې هم بیا بیا بندیان ازاد کړي او ډېرو ورسره دا عهد کړی، چې نور به له حکومت سره نه درېږي او رښتیا هم له ازادۍ وروسته بیا ندي ودرېدلي؛ آن تر دې چې ډېر عسکر چې کله طالبانو ته تسلیم شوي او بیا ازاد شوي، نو له ازادۍ وروسته بېرته د طالبانو په لیکو کې ځای پر ځای شوي؛ زه ګومان نه کوم، چې دغه ازاد شوي عسکر دې له ازادۍ وروسته بېرته د طالبانو په مخالفت کې ودرېږي».

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close