جالبنړۍ

فرانسه کې د یو نهنګ له خېټې ۱۶ کیلو ګرامه پلاستیک رایستل شوی

خوځښت (شنبه، د جوزا لومړۍ، ۱۴۰۰): د فرانسې د چاپیریال ساتنې چارواکي وایي، چې داسې یو نهنګ یې د اوبو پر سر مړ موندلی، چې په خېټه کې یې ۱۶ کیلو ګرامه پلاستیک و. دغه نهنګ چې ۵.۱۵ متره اوږدوالی لري؛ ویل کېږي د همدغه پلاستیک د خوړولو له امله مړ شوی.
د فرانسې د طبعي چاپیریال د ساتنې متخصص دابان وایي دغه نهنګ لومړی ناروغ شوی او د ناروغۍ له امله د اوبو سر ته راختلی، چې وروسته د پلاستیک د خوړلو له امله یې معدې نور زیان هم لیدلی او مړ شوی.
د یاد متخصص پر وینا له دې څخه معلومېږي، چې ګڼ هېوادونه د خپلو هېوادونو خزلې اوبو ته غورځوي او له امله یې د اوبو د ژویو ژوند چټل شوی.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close