جالبنړۍ

ايټاليا کې د کيبلي موټر د غورځېدو پېښه کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

خوځښت (دوشنبه، د جوزا درېیمه، ۱۴۰۰): ايټاليايي چارواکي وايي د ايټاليا په شمال کې هغه کيبلي موټر له هوا ځمکې ته غورځېدلې، چې د الپس غرونو او مګيور داوبو له ډنډه ترې د تېرېدو استفاده کېده.
چارواکي زياتوي، چې دغه کيبلي موټر ټريسيا ماټرون نومېده او د سټریسا له مشهور ښار څخه به يې سیلانیان او ځایي خلک د مګیور د اوبو د ډنډ له لارې د سمندر له سطحې څخه نږدې ۱۴۰۰ متره (۴۶۰۰ فوټه) پورته په ۲۰ دقیقو کې د مټارون غره ته لیږدول.
همدا راز د زیربنا وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ياده پېښه تاييد کړې او ویلي دي، چې پیښه د یکشنبې په ورځ ۱۲:۳۰ بجې او ديرش دقېقې هغه مهال وشوه کله چې کيبلي موټر له غونډۍ څخه شاوخوا ۱۰۰ متره فاصله کې (۳۲۸ فټه) و.
ښاروال سیبرینو د پېښې په اړه رسنيو ته ویلي، چې« د تخنيکي ستونزو له امله د دغه کيبلي موټر کيبل غوڅ شوی او لاندې ځمکې ته غورځېدلی دی، چې له امله يې ۱۴ تنه وژل شوي او يو ماشوم ټپي شوی دی».
د سټریسا ښاروال مارسیلا سیورینو او د ايټاليا لومړي وزير ماريو ډراچي په پېښه کې د وژل شويو غړيو له کورنيو سره غمرازي ښودلې او دا يې يوه ستره ضايعه ياده کړې.
ويل کېږي د دغه کيبلي موټر افتتاح د کاګ ريل ګاډي شرکت لخوا په ۱۹۷۰ کال کې شوې وه.
د مټارون اوچت غر، شنې څوکې او د اوبو له ډنډه اوچت په کيبلي موټر کې سفر دغې سيمې ته د خلکو پام را اړولی دی او هر کال زرګونه سيلانيان دغې سيمې ته د چکر لپاره ورځي، خو د نورو کلونو په پرتله سږ کال د کرونا ويروس د محدويتونو له لرې کولو وروسته دغې سيمه کې د سيلانيانو بيروبار نور هم زيات شوی دی.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close