جالبخبرونه

اسټراليا کې ډاکټرانو په غلطۍ د ناروغ د خرابې پښې پر ځای روغه پښه غوڅه کړې

خوځښت (دوشنبه، د جوزا درېیمه، ۱۴۰۰): په

روغتونونوکېپه عامه ډول له روغتيايي کارکوونکو د وړو غلطيو تمه کېدای شي، خو دا بيا ډېره عجيبه وي، چې د يو ناروغ ژوند دې له خطر سره مخ کړي.

په آسټراليا کې روغتيايي کارکوونکو د يو ۸۰ کلن سړي د روغې خپې پر ځای چپه خپه غوڅه کړې. د اسټرالیا د رسنيو په قول ياد سړي د ښۍ خپې ناروغي لرله، چې بايد جراحي عمليات يې ترسره شوی وای، خو ډاکټرانو يې چپه پښه ور پرې کړې. ډاکټرانو ته هغه وخت د خپلې غلطۍ اندازه ولږيده کله چې يې د پښې پاسمان بدلولو.
د دغې حيرانوونکې پېښې له امله د روغتون رییس په له خلکو بخښنه غوښتې او په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې یې ویلي، چې «موږ څېړنه کوو، چې دا جدي غلطي څنګه پېښه شوې».
د جراحي عملياتو ترسره کوونکو ډاکټرانو بيا د يادې پېښې اصلي لامل په طبي راپور کې ليکلې شوې غلطي ياده کړې.
ډاکټرانو ويلي اوس دوی مجبور دي، چې د ناروغ د چپې پښې له پرې کولو وروسته د ښۍ پښې جراحي عمليات ترسره او پښه يې پرې کړي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close