اقتصاد

د بازار موندنې په اړه

امین ستانکزی

۱ ـ  داسې فرض کړئ چې، تاسې یوې مېلمستیا ته بلل شوي یاست او هلته مو یوه ښکلې انجلۍ ولېده او خوښه مو شوه نو خواته یې ورغلئ او ورته مو وویل چې زه ډېر مالداره شخص یم او ډېره شتمني لرم نو واده راسره وکړه دېته موږ مستقیم ( Direct ) مارکیټینګ وایي .
۲ ـ که چېرته ستاسې یو ملګری همدې انجلۍ ته ورشي او ستاسې په اړه ورته ووایي؛ چې هغه کس ډېر شتمن دی او ډېره سرمایه لري، واده ورسره وکړه دېته اعلانات( Advertisement) وایي . چې تاسې یې ایډ ورټایز کړئ.
۳ ـ  که چیرته انجلۍ تاسې وګوري او خواته دې راشي درته ووایي چې ، زه خبره شوې یم چې ته یو شتمن شخص یې او ډېره سرمایه لرې، ماسره به واده ونه کړې ؟ نو دېته اصلیت پېژندنه ( Brand Recognition ) ویل کیږي.
۴ ـ که چیرته انجلۍ ته ورشې او ورته ووایئ چې زه ډېر شتمن شخص یم نو واده راسره وکړه خو هغه درته په مخ کلکه څپېړه درکړي دېته د مشتري غبرګون ( Customer feed back ) ویل کیږي .
۵ ـ که چیرته انجلۍ ته ورشې او ورته ووایئ چې، زه ډېر شتمن شخص یم، واده راسره وکړه او هغه دې خپل خاوند ته بوځي نو دېته د عرضې او تقاضا تر منځ فاصله ( Demand and Supply Gap ) ویل کیږي .
۶ ـ مخکې له دې چې انجلۍ ته ورشې او ورته ووایې چې زه شتمن سړی یم راسره واده وکړه خو دې وخت کې ستاسې مېرمن ستاسې خواته راشي نو دېته نوې مارکیټ ته د داخلېدو بندیز ( Restriction from Interning new Market ) وایي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close