افغانستانځانګړی راپور

وسله وال لاریونونه او غونډې پر سوله او عامه ذهنیت څومره اغېز لري؟ (د خوځښت ځانګړی راپور)

د خوځښت ځانګړی راپور (جمعه، د جوزا اوومه، ۱۴۰۰): په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د حزب اسلامي، جنبش او جمعیت ګوندونو له لوري وسله وال لاریونونه او غونډې وشوې. په دغو غونډو او لاریونونو کې د ګډون کوونکو غوښتنې بېلې، خو په وسلو پوښتلیا یې تر ډېره یو ډول وه. ګډون کوونکو يې سپکې او درنې وسلې لرلې، خو حکومت یې په اړه هیڅ غبرګون ونه ښود. دا چې په نړیواله کچه په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره هڅې روانې دي او د سولې د راتګ موخه هم نور په افغانستان کې د ټوپک پر ځمکه کیښودل ښودل کېږي، نو دغه ډول وسله وال تحرکات به پر سوله او د افغانانو پر ذهنیت څه ډول اغېز وکړي او پایلې به یې مثبتې وي که منفي؟ په دې اړه د چارو له یو شمېر شنونکو سره غږېدلي یو. له دوی مو پوښتلي، چې د مذاکراتو په بهیر کې وسله وال لاریونونه د څه لپاره وشول او اغېز یې څه او څومره دی؟.

د سیاسي چارو ځوان شنونکی او خبریال خوشال درانی
د سیاسي چارو ځوان شنونکی او خبریال خوشال درانی

د سیاسي چارو ځوان شنونکی او خبریال خوشال درانی پر دې اند دی، چې د هېواد په دغسې حساسو شرایطو کې دغه ګام یو پر ځای کار ندی. نوموړي خوځښت ټکی کام ته وویل، چې «اوس‌ مهال مو هېواد له گڼو لانجو سره لاس او گرېوان دی؛ په داسې نازکو حالاتو کې دغه ډول اقدام د گوندونو د راتلونکي لپاره ښه زېری نه دی». د نوموړي پر وینا «دغه لاریونونه چې نظامي بڼه لري؛ ښه پردې ندي چې د هېواد امنیتي حالت خراب دی، نو که حکومت د دغو لاریونونو پر ضد نظامي اقدام وکړي، نو حالت له دې هم خرابېږي». د ښاغلي دراني پر وینا «د دغو ټولو لاریونونو پایله خورا خطرناکه ده». نوموړی په دې باور دی، چې «دغه وسله ‌والو لاریونونه په عامه ذهنیت منفي اغېز لري؛ خو په سوله کوم اغېز نه ‌لري، ځکه د جنبش او جمعیت گوندونه هسې هم سوله نه غواړي، خو په ټوله کې د خلکو پام له سولې دغه لاریونونو ور اوښتل ممکن دي».
د باګرام له زندانه را ازاد شوی خبریال احمدالله څرګند داسې انګیري، چې که دغه وسله وال لاریونونه هر څومره د حالاتو ترینګلتیا رامنځ ته کړي، خو د سولې مخه نشي نیولی. نوموړي خوځښت ته وویل، چې «دغه وسله وال لاریونونه او وسله والې غونډې د سولې مخه نه شي نيولای، ځکه سوله اوس د دې ستړي ملت يوه اساسي غوښتنه جوړه شوې؛ دغه اوسنی وضعيت چې هر څومره خرابېږي هغومره موږ سولې ته نژدې کوي، ځکه ولس مجبورېږي چې له دغه ناورين څخه د خلاصون لپاره پر دواړو طرفونو فشار راوړي ترڅو د يو بل غوښتنې ومني او ژر تر ژره جګړه پای ته ورسوي».

د باګرام له زندانه را ازاد شوی خبریال احمدالله څرګند
د باګرام له زندانه را ازاد شوی خبریال احمدالله څرګند

د ښاغلي څرګند پر اند «د لاريون کلمه چې کله څوک اوري، نو سمدستي يې ذهن ته د سوله یيز لاريون تصور راځي، ځکه په يو ولسواکه نظام کې د لاريون هدف په سوله یيزه توګه د خپلو حقوقو غوښتنه ده؛ خو کله چې لاريون ته وسله ور ګډه شي، هلته نو بيا خپل اصلي مفهوم دلاسه ورکوي، خو په دې وروستیو کې د دغه ډول وسله والو لاريونونو پيلامه که حزب اسلامي، جنبش، جمعيت يا بلې هرې ډلې کړې وي؛ زما په نظر سرچينه يې د پنجشېر له اوباشانو اخيستې». ښاغلی څرګند زیاتوي، چې «د شهيد د ورځې په نامه د وسلو نمايش، د عمومي لارو بندول، ډزې کول او عام خلک وېرول او ځورول د همدغو خلګو نوښت و. دغه کار ښکاره د زورواکۍ، بغاوت او د نظام د ننګولو پيغام ورکاوه، چي پوره نولس کاله يې دوام وکړ او بالآخره يې دا ثابته کړه، چي دا نظام د ټوپکسالارانو او زورواکانو په مقابل کې کمزوری دی».
ښاغلی څرګند پر دې اند دی، چې له دغه ډول لاریونونو او غونډو د جنګسالارانو موخه د خپل شتون اثبات او د حکومت لویه برخه د ځان کول دي. نوموړی وايي، چې «اوسنيو حالاتو حکومت د ګړنګ پر غاړه درولی او له هرې خوا په جګړه کي راګير دی. دومره کمزوری شوی، چې له مجبوريه په مستقيم او غير مستقيم ډول سيمه یيزې ملېشې جوړوي؛ دلته بيا پخواني جنګ سلاران هم له موقع څخه ګټه پورته کوي، په يو او بل شکل حکومت ننګوي؛ ترڅو خپل شتون ثابت کړي او د حکومت يوه لويه برخه د ځان کړي؛ دغه حالت واقعاً ملت نا اميده کړی او پر حکومت يې بې باوره کړی دی».
د حزب اسلامي د ځوانانو تربیوي مسوول استاد اسد شهاب بیا دغه وسله وال لاریونونه یو اغېز لرونکی ګام بولي. نوموړي خوځښت ټکی کام ته وویل، چې «زما په نظر د مذاکراتو د جریان پر وخت ددغو وسله والو لاریونونو طبعي اغېز شته او چا چې دغه لاریونونه کړي دي دوی هم غواړي، چې یو اغېز پرېږدي؛ دا لوبالي او غیر ارادي ندي، چې یو څوک په احساساتو راغلی وي او دا کار یې کړی وي». نوموړی وایي «په دې وروستیو کې دلته د سولې په رابطه خبرې روانې دي، تحولات روان دي او دلته بیا د یو جوړجاړي په اړه په نړیواله سطحه د نړیوالې اجماع خبره کېږي، نو دې ټولو ته په کتو هر هغه څوک چې په خپله منطقه کې تاثیرګذاره دی؛ پوهېږي چې زه باید حاکم اوسم او په راتلونکي نظام کې باید حذف نشم؛ یعنې په راتلونکي نظام کې باید زما ځای معلوم وي، نو زما په شخصي نظر ددغې جایګاه د ښه تثبیت په خاطر دغه کارونه کېږي».

د حزب اسلامي د ځوانانو تربیوي مسوول استاد اسد شهاب
د حزب اسلامي د ځوانانو تربیوي مسوول استاد اسد شهاب

ښاغلی شهاب په دې نظر دی، چې «د افغانستان خلک له مخکې ذهناً دېته اماده دي، نو د امنیت په اړه د خلکو تشویش په مجموع کې دومره نه ګورو، چې خلک دې ډېر وارخطا شي او ووایي، چې وضعیت ډېر خراب شوی، خو هغه کسان چې اکاډمیک دي یا تجاران دي؛ نو په دې کې هیڅ شک نشته، چې هغوی ته دغه حالت یو ډول تشویش ور غورځوونکی دی».
نوموړی هم د احمدالله څرګند په څېر ددې وسله والو لاریونونو یو لامل د لاریون کوونکو له لوري د خپل ځان په اړه تشویش ښيي. ښاغلی شهاب وايي «وسله وال لاریون کوونکي د خپل ځان په رابطه یو ډول تشویش لري، چې که مونږ غلي کېنو، نو په راتلونکي نظام کې به حذف شو».
اسد شهاب د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په کتو د حزب، جمعیت او جنبش له لوري دغه وسله وال لاریون کول یا د خپلو وسلو ښودل یا د خپل قوت ښودل «یو طبعي کار» بولي او وایي، چې «دا یو طبعي بهیر دی، چې تر شا یې یو لامل د مرکزي حکومت کمزورتیا ده او بل لامل یې د نورو وسله والو ډلو تبارز دی، ځکه نورې وسله والې ډلې له همدغو خلکو سره په رقابت کې پاتې شوي دي او دوی مجبور دي، چې همدغو خلکو ته د خپل ډېر قوت لاس ته راوړنه وښيي».
نوموړی په دې اند دی، چې دغه وسله وال عکس العملونه دولت ته ندي ښودل شوي، بلکې دا هرې ډلې خپلو وسله والو مخالفینو ته ښودلي، چې دغو وسله والو مخالفینو یې په ځینو سیمو کې زور اخیستی دی. نوموړی وایي «که د دولت په خلاف دوی دا کار کولای، نو مخکې يې هم کولی شو، خو دوی چونکې دغه کار مخکې ونکړ؛ بلکې په دې وروستیو کې يې د ناامنیو د ډېرښت پر وخت وکړ او په مشخص وخت او مخشص زمان کې یې وکړ، نو واضح دلیل يې دادی، چې دا کار په واقعیت کې طالبانو ته او د طالبانو حامیانو ته د خپلې اماده ګې یا د حالاتو په رابطه د خپلې اندیښنې د ښودلو یو تعبیر دی، چې په دغه شکل وشو».
ښاغلی اسد شهاب د وسله والو لاریون کوونکو دغه اقدام یو مثبت کار بولي. نوموړی وایي «دا چې دغه ډول وسله وال لاریونونه منفي پایلې لري که مثبتې؛ زما په نظر فعلاً که د افغانستان د راتلونکې په اړه نړیوال په دې نظر وي، چې دلته له جوړجاړي یا له سولې وروسته یو داسې حکومت جوړ شي، چې ټول په کې خپل ځان وویني، نو دغسې حالت ته له مخکې یوه اجماع جوړېږي، چې همدې اجماع ته د ځان د ښودلو په خاطر ترڅو دغه اجماع بیا ښه تصمیم ونیولی شي او دغه خلک ښه درک کړای شي، او اجماع هم دغو حالاتو په کتو چې کوم قوانین، اصولنامه یا توافقنامه جوړوي، نو په هغې کې به تقریباً دغه واقعیتونه درک کېږي او دغه اجماع به پر دې غږېږي، چې دغه وسله وال لاریونونه چا واچول، ولې یې واچول، دا خلک څومره زورور دي، رښتیا هم زور لري او که یو نمایش و؟ له همدې امله به د دغو خلکو په اړه یو تصمیم نیول کېږي؛ له دغې ناحیې دا یو مثبت کار دی. زه ورته منفي نشم ویلی».
ښاغلی شهاب ددې وسله والو لاریونونو منفي اغېز نه ویني، نوموړی په دې اړه وایي «زما په نظر دغه لاریونونه په عامه ذهنیتونو کوم خاص اغېز نه لري؛ زه فکر کوم ددې کار کوم منفي اغېز فعلاً نشته».
اسد شهاب پر دې اند دی، چې دغه وسله وال تحرکات پر حکومت، طالبانو او د نظام پر جوړوونکو اغېز لرلی شي. نوموړی وايي «د وسله والو طالبانو، نړیوالې ټولنې او دولت لپاره یې اغېز شته، او هغو ته هم چې په راتلونکي کې د حکومت د جوړېدو په خاطر یو څه په پام کې لري».
دا چې د سولې په روان بهیر یې اغېز څومره دی، نوموړی په دې اړه وایي «د سولې روان بهیر فعلاً راکد غوندې دی، بلکې له یو بُن بست سره مخ دی، نو ښه ده چې په همدغې بُن بست کې دغه ځینې پېښې وشي، ترڅو د مذاکراتو په جریان کې په دې رابطه هم خبره وشي. یعنې هغه ډلې چې مطرحې دي او هغه ډلې چې وسله لري؛ ترڅو د دوی په اړه د مذاکراتو مدیریتي اړخ یو تصمیم ونیسي او بې تفاوتي ونه کړي. زه فکر کوم دا به مثبت اغېز ولري».
ښاغلی اسد شهاب ددې وسله والو تحرکاتو د مثبت ګڼلو تر څنګ دا «ښه کار» هم بولي. نوموړی وایي «زما په نظر په دغسې یو وخت کې چې مخکې له دې چې د سولې په بهیر کې کومه پرېکړه شوې وي یا کوم تصمیم نیول شوي؛ دا یو ښه کار دی، په داسې وخت کې چې عیني واقعیتونه څومره هم برسېره کېږي، نو د سولې د مذاکراتو په بهیر کې به په دې خبره کېږي، ځکه دا ددې سیمې واقعیتونه دي له دې انکار نشو کولی، نو هلته به تصمیم نیول کېږي او حل لاره به ورته لټول کېږي».

د اصلاح راډیو پخوانی کارکوونکی امرالله عمران
د اصلاح راډیو پخوانی کارکوونکی امرالله عمران

د اصلاح راډیو پخوانی کارکوونکی امرالله عمران بيا وایي، چې دغو وسله والو لاریونونو خلک اندیښمن کړي. نوموړی وايي «په افغانستان کې لاریونونو خپل ارزښت له لاسه ورکړی؛ دلته اوس هر لاریون ته خلک د پروژې په سترګه ګوري، خو په دې وروستیو کې چې د حزب اسلامي، جمعیت او جنبش له لوري کوم لاریونونه د کابل حکومت په خلاف ترسره کېږي، دې خلک اندیښمن کړي» ښاغلی عمران په دې باور دی، چې دغه وروستي وسله وال لاریونونه او غونډې د دوه هدفونو لپاره ترسره شوي؛ «یو په راتلونکي افغانستان کې د خپلې ونډې معلومول او بل هم په اوسني حکومت خپلې نامشروع غوښتنې منل او امتیاز ترلاسه کولو لپاره».
د ښاغلي امرالله عمران په اند ددې ډول تحرکاتو اغېز پر سوله شته. نوموړی وایي «دغه وسله وال لاریونونه پر حکومت او طالبانو باندې فشار راوړلو او د سولې د پروسې په چټک کولو کې اغېز لرلی شي».

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close