اقتصادخبرونه

هلمند ولايت کې د شاتو د تولید کچه مخ پر لوړېدو ده

خوځښت (جمعه، اووم د جوزا، ۱۴۰۰) په جنګ ځپلي ولايت هلمند کې د شاتو تولید کچه له ۲۴.۵ ټنو څخه ۳۵.۷ ټنو ته لوړه شوې ده.
د معلوماتو له مخې هلمند ولايت کې همدا مهال نږدې د ۴۰۰ په تعداد کې د شاتو مچیو فارمونه جوړ شوي دي، چې د هرکال په تېرېدو سره یې مچۍ او د شاتو تولید د زیاتیدو په حال کې دي.
دا مهال ددې ولایت فارمونو کې ۱۳۱۲۰ صندوقه مچۍ تر روزنې او پالنې لاندې دي.
د معلوماتو او احصاییو له مخې په ۱۳۹۸ کال کې ۱۷۰۶ ټنه ، په ۱۹۹۹ کال کې ۲۴۰۵ متریک ټنه او په روان ۱۴۰۰ هـ ل کال کې به د خالصو شاتو تولید ۳۵.۷متریک ټنو ته ورسیږي.
د یادونې وړ ده هلمند ته له لغمان ولایت څخه ۲۵۰۰۰ اصله د بیرو نیالګي را انتقال او تر روزنې لاندې نیول شوي دي، د نوموړو نیالګيو ګل د مچیو لپاره بهترینه غذا بلل کیږي چې له مخې به یې راتلونکي کې د بیري شات هم په دې ولایت کې تولید کړل شي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close