جالبخبرونه

مونږ بيا رازو! له زندان څخه د تښتېدلو غلو ژمنه

خوځښت (شنبه، اتم د جوزا، ۱۴۰۰) ايټالوي رسنيو په دغې هېواد کې له زندان د فرار شويو زندانيانو د يوې حيرانوونکې پېښې راپور ورکړی.
راپور کې راغلي، دوه زندانیان د ربيبيا له زندان څخه تښتیدلي او یو لیک یې پرې ایښی چې پکې د دوی د تیښتې لامل تشریح شوی او ژمنه یې کړې چې ژر به بیرته راشي.
د جون مياشتې په دوهمه شپه، دوه د تره زامن، ۴۰ کلن زوانوویچ او ۴۶ کلن لیل احمیتوچ چې د روم د رابیا په زندان کې بندیان وو ، د خپلې بندي خونې د کړکۍ په ماتولو سره وتښتیدل.
ويل شوي هغوی دواړه د خپلې بندي خونې د کړکۍ ماتولو وروسته د زندان انګړ ته داخل شوي او د هغې ځایه د پايپ له لارې تښتېدلي دي، خو د تعجب او حیرانتیا خبره بيا د هغوی هغه ليک دی، چې پکې نويشته شوي و« د خپلې کورنۍ د ستونزو حل کولو لپاره روان يو او په ۱۵ ورځو کې به بېرته راشو».
هغوی د خپلې تېښتې لامل په کور کې د زامنو د هغه کار څخه لرې ساتل ياد کړی، د کوم له وجې، چې دوی هم اسيران شوي وو.
هغوی په ليک کې زیاته کړې، چې هغوی دا کار پخپله کولی شي ځکه چې میرمنې یې هم په بند کې دي. د لیک په پای کې دوی دواړو لیکلي چې دوی به د دندې له پای ته رسیدو سمدلاسه وروسته بیرته راشي او ځان به د محکمې حضور ته حاضر کړي.
پوليس وايي د تښتېدلو زندانيانو په راتګ يقین نه لري او ويلې يې دي دواړه زندانيان د غلا او درغلۍ په تور په ۱۰ کاله قيد محکوم شوي وو.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close