اقتصادخبرونه

په هېواد کې د شړشمو توليد مخ په زياتېدو دی

خوځښت (یکشنبه، د جوزا ۹مه، ۱۴۰۰): په هېواد کې د نورو نباتاتو د تولید ترڅنګ سږ کال د شړشمو حاصلات تر نورو کلونو زيات شوي دي.

د کرنې وزارت چارواکي وايي، چې تېر کال د هېواد د شړشمو له کروندو ۲۹۸۱ ټنه غوړي تر لاسه شوي دي. د یاد وزارت د چارواکو په خبره د دوی شمېرې ښيي، چې تېر کال د هېواد په کچه په یو زر او ۴۵۷ هکټاره ځمکه شړشم کرل شوي، چې ترې یاده اندازه غوړي ترلاسه شوي.
د کرنې وزارت مسوولينو ويلي، چې د شړشمو زياته کرکيله د هېواد په ارزګان، بدخشان، تخار، بغلان، غزني او تخار ولايتونو کې شوې او ښه حاصل يې ورکړی، چې له امله يې د کروندګرو په مالي او اقتصادي وضیعت کې د پام وړ ښه والی راغلی.
د کرنې وزارت چارواکي وايي دوی هڅه کوي، چې د شړشمو د کروندې بهیر د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
د نورو نباتاتو ترڅنګ له شړشمو څخه هم د نړۍ په مختلفو ځايونو کې د پخلي د تېلو او غوړيو پوره استفاده کېږي. دغه راز ګڼې روغتیايي ګټې لري او د درمل په توګه هم د استعمال وړ دي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close