اقتصاد

افغاني بانک نوټونه او د چاپ په اړه یې ګونګ معلومات

امین ستانکزی

مانیټریزم ( Monetarism ) یا د پولي سیاست نظریه د پولي اقتصاد په برخه کې د فکر مکتب ګڼلی شو چې لدې څخه موخه د پېسو مقدار په کنټرولولو کې د دولتونو په رول باندې ټینګار کوي .
د افغاني بانک نوټونو په اړه د مسؤلینو معلومات همېشه له ګونګو حالاتو سره مخ وي، دوی همیشه یو ډول ګونګ معلومات ورکوي چې ښه مثال یې همدا تېره اونۍ د افغانستان د ملي تدارکاتو ادارې اعلان وکړ چې( ۳۹۰ ) میلیونه افغاني بانکنوټونه به چې څه د پاسه( ۱۵) میلیونه ډالره مصرف پرې راځي په راتلونکي نهه میاشتو کې به چاپ او افغانستان ته وسپارل شي. دا قرار داد یوې فرانسوۍ کمپنۍ سره چې ابیرتور فیشر نومیږي شویدی .دلته د معلوماتو ګونګ والی دا وو چې خلکو فکر وکړ چې ګواکې په پنځلس میلیونه ډالرو درې سوه نوې میلیونه افغانۍ چاپ کیږي خو اصلا داسې نه ده بلکې په پنځلس میلیونه ډالرو به درې سوه نوي میلیونه افغاني نوټونه چاپ کیږي چې پدې کې به لس ګون ، شل ګون ، پنځوس ګون ، سل ګون ، پنځه سوه ګون او زر ګون شامل وي.
کاغذي بانکنوټونه له پنځه اویا سلنه نخ او پنځه ویشت سلنه لیلیون څخه جوړیږي، چې د مقاومت له مخې یې کاغذ کمزوری او ژر د زړیدو له ګواښ سره مخ کیږي.
د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې نږدې هر کال یاد بانک تر درې میلیارده ډیرې افغانۍ د زړېدو له امله سوځوي چې تر دې دمه په تېرو پنځلس کلونو کې تر (۶۱) میلیاردو افغانیو سوځولي دي، چې دا بیخي لوړ ګراف دی، د افغانستان بانک ته هر بانکي نوټ تقریبا درې نېمې افغانۍ تمامیږي چې دا یې د چاپ او انتقال مصارف دي. دوی همدارنګه وایي چې، د نویو بانکنونوټونو چاپول د دوه لاملونه له امله کیږي، چې یویې د پېسو زړیدل او بل یې د اقتصادي ودې پرمختګ دی خو اوس وخت کې یوازې همدا لومړی لامل زیات دی.

د بانکنوټونو چاپ تر شاه څه فلسفه ده؟
د پېسو د چاپ لګښت توپیر ته ( Seignior age ) وایي یاهم د پېسو ارزښت او ددې تولید لګښت تر منځ توپیرته ( Seignior age ) وایي پدې توګه دولت هم په یو ډول دې کې ګټه کوي چې د چاپ شویو پېسو ارزښت عموما د تولید کولو لګښت څخه لوړ دی نو پدې حساب دولت ګټه ترلاسه کوي که چیرته لګښت زیات وي نو بیا یې تاوان ګڼلی شو.
له ( ۱۹۷۱) کال د مخه د ټولې نړۍ پېسو تر شا په ټولیزه توګه سره زر وه چې دا پرېکړه په ( ۱۹۴۴ ) کال کې د بریټون وډ په کنفرانس کې شوې وه پدې توګه فیصله شوې وه چې هر هېواد څومره بانکنوټونه چاپوي تر شا به یې د اعتبار لپاره په ذخیره کې سره زر ږدي چې د ( ۳۵ ) ډالرو تر شاه به یو اونس سره زر ایښودل تر څو د پېسو ارزښت ساتل شوی وي چې په دې سره اضافه پېسو چاپ نه ترسره کېده او انفلاسیون نه رامنځته کېده .
خو د امریکا د مرکزي بانک له لورې په ( ۱۹۷۱ ) میلادي کال کې دا فیصله ماته او په یو ځل یې تر پنځلس میلیارده ډالره چاپ کړل چې تر شاه یې هیڅ نوعه تضمین نه وه چې پدې توګه امریکایانو په مارکیټ کې د ډالرو مخ په زیاتېدونکې تقاضا لپاره دا قانون مات او خپل سري ېې شروع کړه.
نو پدې حساب ویلی شو، چې د امریکایي ډالرو تر شاه هيڅ تضمین او ملاتړ نه شته یوازې دوی د چاپ مصارف ورکوي چې هغه هم په یوه بانکنوټ باندې څلور سنټه مصرف راځي چې که چیرته سل میلیونه ډالره چاپ کړي نو یوازې څلور میلیونه ډالره مصرف به پرې راشي.
نړیوال بانک او په ځانګړې ډول د پېسو نړیوال صندوق هر هېواد ته په فزیکي ډول د پېسو د کارونې له مخنیوي څخه یادونه کوي او ټولوته یې دا سپارښتنه وي چې په الکترونیکي ډول دې پېسې وکاروي او راکړه ورکړه دې په فزیکي ډول کمه کړي نو پدې توګه به د پېسو استهلاکي موده زیاته او هېوادونو مرکزي بانکونه به د نویو بانکنوټونو د چاپ لپاره مراجعه نه کوي. دوی همدارنګه په یوه هېواد کې د پېسو د چاپ بهېر څاري او نه پریږدي چې اضافه پېسې چاپ شي.
د کرنسي چاپ کېدو لپاره د هر هېواد مرکزي بانک ته لازمه ده چې د هماغې مقدار په اندازه چې پېسې چاپوي تر شا یې تضمین شوي توکي لکه سره زر ، سپین زر ، با اعتباره لېکونه ، ځېنې تاریخي اثار او نور با اعتباره توکي کېښودل شي او بیا یې د اصولو له مخې ورته بانکنوټونه چاپ کړي.
دا خبره هم ده چې په څومره کچه بانکنوټونه چاپیږي په هغې کچې باندې یاده کرنسي را لویږي هماغه د عرضې او تقاضا له فرموله پکې استفاده کیږي .
د نویو پېسو په چاپ کې یوه خبره چې ډیره مهمه ده هغه د قانوني زیرمو اړینه اندازه ده چې ادارې یا هم په لویه کچه مرکزي بانکونه مجبور دي چې، د خپلو امانتونو یوه ټاکل شوې اندازه مرکزي ادارې یا پېسو نړېوال صندوق سره کیږدي
اوس د افغانستان بانک عرضي ذخیرې تر شپږ میلیاردو ډالرو څخه زیات دي چې د یوه میلیارد ډالرو څخه زیات یې سره زر دي .
هغه هېوادونه چې صادراتو کچه یې لوړه وي هغوی لپاره دا په ګټه ده چې ، کرنسي یې ټېټه وي ځکه دوی نورو هېوادونو ته صادرات کوي او پدې سره دوی په ټېټې کرنسۍ اخېستې مالونه په لوړارزښت لرونکي کرنسي باندې پلوري او ګټه پرې کوي یا هم په بل عبارت د ټېټ ارزښت لرونکي کرنسي باندې د لوړارزښت کرنسي خپل هېواد ته راوړي چې دا خپله یو ډول ګټه ده خو هغه هېوادونه چې صادرات یې کم او واردات یې زیات دي نو دوی لپاره بیا دا په ګټه ده چې د پولي واحد ارزښت یې لوړ وي چې پدې سره دوی کولای شي په کم ارزښت سره خپل هېواد ته اموال راوړي افغانستان هم په همدې کټګورۍ کې راځي چې واردات یې د صادراتو په پرتله ( ۱۲ ) ځلې زیات دي .
لومړی به راشو چې د بانک نوټونو څه ته وایي؟
بانکنوټونه له هغه قانوني اسنادو څخه عبارت دی چې، یو هېواد یې د راکړې ورکړې لپاره د منل شوي او ځانګړې شوې نښې له مخې کاروي پدې کې مروجې کاغذي پېسې او سیکې ، با اعتباره لیکونه ، بانکي چیکونه الکترونکي بانکي کارتونه هم شامل دي چې، د غوښتنې په وخت کې د پیسو استازيتوب وکړي او وکولای شوچې ژر یې نغدې پېسو ته واړوو.
یاهم بانکنوټونه د توکو او خدماتو لپاره د تبادلې یوه وسیله ده چې ، په کاغذي یا سکې بڼې سره د دولت له لورې صادریږي او د تادیې د یوه ارزښت له مخې منل کیږي .
په یوویشتمه پېړۍ کې د اسعارو نوی فارمټ هم داخل شوچې، مجازي کرنسي لکه پټکوین او نور چې هیڅ فزیکي او دولتي ملاتړ نه لري اما د راکړې ورکړې او معاملې وړ ګڼل کیږي.
بانکنوټ له یوې منلې شوې تادیې څخه عبارت ده چې، صلاحیت لرونکي یې د راکړې ورکړې لپاره د یوه میکانیزم له مخې وړاندې کوي او تضمین یې کوي تر څو یې د غوښتنې په وخت کې پر مخ لېکل شوي رقم باندې وپلوري او یا هم ګټه ترې واخلي.
افغانۍ تر نورو کرنسیو ژر له کاره لویږي چې د بانکي سیستم نه کارول ، د پیسو د راکړې ورکړې په وخت کې نه پاملرنه ، الکترونیکي راکړې ورکړې نه شتون ، په کورونو او کارځایونو کې په فزیکي ډول د پیسو ساتل او په جیبونو کې په زیاته پېمانه د پیسو ګرځول ددې سبب ګرځېدلی دی چې بانک نوټونه مو ژر زاړه شي ، که څه هم د افغانستان بانک وایي چې، د هر بانکنوټ موده پنځه کاله ده خو د پورته عواملو له امله تر درې کلونو هم یو بانکنوټ نه رسیږي او ژر زړیږي چې، پدې سره مرکزي بانک ته په میلیونونه افغانۍ زیان اوړي.
په فزیکي ډول د کرنسي کارولو دغه سرخوږی رامنځته کړېدی خو لدې وراخوا د بانک مسؤلین هم پدې برخه کې د خپل مسؤلیت پېټی نه دی پورته کړی دوی کولای شي چې د بانکنوټونو کیفیت پورته او یاهم پلاستیکي بانکنوټونه چاپ کړي چې اوس دې چارې ته ډیری هېوادونو مخه کړېده، خو پولیمر یا پلاستیکي بانکنوټونه له کاغذي هغوی په پرتله یو عشاره درې قیمت تمامیږي نو ځکه یې څوک د چاپ کولو زړه نه ښه کوي اګر چې د پولیمر بانکنوټونو عمر تر لسو کلونو هم اوړي چې دا خپله د یوې کرنسي اوږد عمر جوړوي.
د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې تر دې دمه د افغانستان په بازارونو کې شاوخوا ( ۲۲۳ ) میلیارده افغانۍ د چلښت په حال کې دي چې اکثره یې په فزیکي ډول یو بل ته ورکول کیږي.
د پېسو د زړېدو څخه د مخنیوي ځېنې وړاندېزونه دلته ولولئ
۱ . د بانکنوټونو چاپ کیفیت ښه کول
لومړی او تر ټولو مهمه خبره داده چې، ددې بانکنوټونو کیفیت ته دې ځانګړې پاملرنه وشي چې له هغه کمپنۍ سره چې ددې کرنسۍ د چاپ قرارداد کیږي باید په څرګند ډول یې د کیفیت په اړه خبرې وشي او اطمنان حاصل کړي چې لکه د نورو وختونو غوندې بیا همدا بانکنوټونه ژر زاړه شي او بیا یې د افغانستان بانک د شکایتونو پر اساس راټولې نه کړې او اور ورته وانه چوي دا بلکل مهمه خبره ده باید دېته ځانګړې پاملرنه وشي.
۲ . الکترونیکي راکړه ورکړه دې رایج شي؛ افغانستان بانک دې د یوې منل شوې طرحې له مخې دا چاره په ټولو ادارو باندې تطبیق کړي چې پېسې په فزیکي ډول باندې لاس په لاس نه شي بلکې د اکاونټ او بانکي حساب له لارې دې چارې ترسره شي په اکثره دولتي ادارو کې چې، خلک د خدماتو په بدل کیږي کې دولت ته تادیات کوي نو د بانک اداره دې په هماهنګۍ سره دا چاره لازمي کړي چې تادیات دې په الکترونیکي ډول باندې ترسره شي پدې سره دوه سترې موخې تر لاسه کیدای شي چې یوه موخه همدا چې، بانکنوټونه به ډېر لاس په لاس کیږي نه او بل به د اداري فساد مخنیوی به شوی وي چې دا خپله یوه ستره لاسته راوړنه شمېرل کیدای شي.
۳ . اضافه پېسې دې په بانکونو کې کېښودل شي
عامو خلکو ته دې اګاهي ورکړل شي تر څو په کور او کار ځای کې اضافه پېسې په بانکونو کې ځای پر ځای کړي چې پدې سره به هم خلک له بانکي سیستمونو او هم به د بانکنوټونو د ډېر چلښت مخه نیول شوي وي پدې سره د پېسو د ساتنې موضوع هم مهمه ده چې په بانک کې ساتل حتمي خبره ده پېسې به محفوظه وي او د غلا او له منځه تلو وېره به یې نه وي.
۴ . عامو خلکو ته دې پوهاوي ورکړل شي
عامو خلکو ته باید پوهاوی ورکړل شي چې د نغدې معاملاتو په وخت کې بانکنوټونو سره پوره احتیاط وکړي او ډېر قات کېدو او بې غورۍ کولو څخه باید ځان وساتل شي .
خلک باید پدې وپوهول شي چې بانکنوټونو سره ددوی بې احتیاطي د افغانستان بودیجې او بیت المال ته زیان لري او دا چاره په دیني چارو کې هم منع ده چې بیت المال ته دې زیان ورسیږي .
5 . خصوصي سکتور دې هم د دولت سره په ګډه کار وکړي
خصوصي سکتور دې هم له دولت سره په ګډه ددې برخې لپاره مرسته وکړي له پوهنتونونو رانیولې تر روغتونونو ، سترو پلورنځیو ، تولیداتي فابریکو او ټولو برخو کې دې د الکترونیکي راکړې ورکړې لپاره لازم تسهیلات رامنځته او حتا د فساد د مخنیوي لپاره دې الکترونیکي تادیاتو ته ځانګړې تخفیف هم په نظر کې ونیسي چې پدې سره به خلک د هڅونې له مخې الکترونیکي راکړې ورکړې ته زړه ښه کړي.
پلاستیکي پېسې یا پولیمر او هایبریډ ( Hybrid )
پولیمر بانکنوټونه د پولیمر په نوم له روښانه پلاستیک څخه جوړیږي چې په اوبو سره نه خرابیږي ، خط پرې نه کیږي او نه هم ژر زړیږي .
پولیمر بانکنوټونه په لومړي ځل په ( ۱۹۸۸ ) میلادي کال کې د استرالیا د مرکزي بانک له لورې بازار ته وړاندې شوې. خو لدې مخکې ( ۱۹۸۳ ) کال کې هایټي او کوستاریکا له لورې د امریکايي بانکنوټونو د چاپ مرکز په مرسته چاپ کړې وې چې د رنګ تلو او سولېدو له امله ناکامې شوې وې .
ددې بل ډول یې چې له کاغذ څخه جوړیږي خو له پاسه پرې پلاستیک پوښل کیږي هایبریډ یې بولي دا بانک نوټونه لومړی ځل د بلغاریا له لورې په ( ۲۰۰۵ ) میلادي کال کې مارکیټ ته وړاندې شو چې د نم لرونکو هېوادونو لپاره غوره اپشن ګڼل کیږي.
ډير هغه پرمختللي هېوادونه چې پلاستیکي پېسې نه کاروي لامل یې د خپلې بریښنایي راکړې ورکړې پیاوړتیا لومړیتوب ګڼي او وایي چې په پلاستیکي پېسوباندې د ډېر لګښت له امله نه شي کولای چې یې چاپ کړي . اوس مهال په نړۍ کې تر شلو زیاتو هېوادونو کې د پولیمر کرنسي د کارونې وړ ده چې د هغې له جملې یې د ځېنو هېوادونو نومونه په لاندې ډول دي.
استرالیا، کاناډا ، برازیل ، اندونیزیا ، انګلستان ، تایلند ، رومانیا ، اسرائیل ، مالیزیا ، مکسیکو ، تایلند ، سعودي عربستان ، ویتنام ، چیلي ، نیوزیلنډ ، بنګلادیش ، سنګاپور او پاپونیوګیني.
د پلاستیکي پېسو ځېنې ګټې دلته ولولئ:
پلاستیکي پېسې ژر نه زړیږي ، ناچله پېسې پکې په اسانۍ نه شي راتللی او د اصل او جعلي پېژندل یې اسانه دي ، خیرنیږي نه او که خیرنې هم شي نو کولای شې چې پاکې یې کړې او بیرته یې وکاروې ، په اوبو کې غورځېدلو او وېنځلو سره نه خرابیږي او تر ټولو مهمه خبره داده چې افغانستان به هر کال له سلګونه میلیونه افغانیو تاوان څخه خلاص وي.

ماخذونه:
۱ . د ملي تدارکاتو ادارې خبرپاڼه
۲ . د افغانستان بانک بېلا ، بېل خبرونه.
۳Abandoning the US Dollar ( and What it Means )
۴ . Economic profit, Investopedia

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close