جالبخبرونه

يو پاکستاني کب نیوونکي د ۸۰ لکو روپیو ماهي نېولی

خوځښت (یکشنبه، د جوزا ۹مه، ۱۴۰۰): د پاکستان په جيواني سيمه کې يو کب نیوونکي د «سوا هنټنګ فش sua hunting fish» په نامه د دنيا کم پيدا کېدونکی او قيمت بيه ماهي د ښکار پر مهال نېولی.
ویل کېږي سوا هنټنګ ماهي د سمندر د پاچا په نامه هم پېژندل کېږي، ځکه په نيولو يې انسان يو دم د لکونو څښتن کېږي. د دغې لږ موندل کېدونکې کب يوه کېلو له ۲۵۰۰۰ زرو نېولې تر ۵۰۰۰۰ زرو په نړيوال بازار کې خرڅېږي او زيات پلورنکې يې ساينس پوهان دي.
ساينس پوهان وايي د دغې کب غوښه او هډوکي په درمل او د جراحي آلاتو جوړونه کې په کار راځي. همدا راز د دغې کب په بدن کې داسې ډول تار موجود دی، چې د زخم په ګنډنې کې ترې استفاده کېږي.
ياد ماهيان د پاکستان په ګوادر، عرب سمندرګي او د ايران په ځينو سمندري سيمو کې موندل کېږي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close