روغتیانړۍ

په نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۶۹۱۱۸۹۹۵ ته رسېدلی

خوځښت (یکشنبه، د جوزا ۹مه، ۱۴۰۰): د روغتيا نړيوال سازمان د پرون مۍ په ۲۹مه نېټه په خپور کړي خبر کې ویلي، چې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر ۱۶۹۱۱۸۹۹۵ ته رسېدلی.
د روغتیا نړیوال سازمان دغه شمېرنه د منځنۍ اروپا پر وخت د مازيګر تر ۳ بجو ۲۴ دقيقو پورې کړې. ویل کېږي دا د تېرې ورځې په پرتله ۵۱۶۲۱۵ زياتوالی ښیي. د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې په ټوله نړۍ کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۶۸۲ تنه مړه شوي.
د مړو له تازه شمېرې سره د کورونا وایروس له امله د مړو شمېر ۳۵۱۹۱۷۵ ته رسېدلی دی.
په افغانستان کې هم پر کورونا وایروس د ککړو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی. تېره ورځ د روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې د کورونا وایروس له پیدا کېدو را وروسته یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا وایروس د ککړو کسانو تر ټولو لوړه شمېره ثبت کړې.
د روغتیا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وو، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا ۹۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دې مخکې په دومره وخت کې په دې کچه مثبتې پېښې نه وې ثبت شوې.
د خبرپاڼې په وینا له دې وړاندې د کورونا په لومړۍ څپه کې ۹۱۵ مثبتې پېښې په ۲۴ ساعتومو کې ثبت شوې وې، خو د کورونا وایروس په درېیمه څپه کې تر ټولو لوړه شمېره رامنځ ته شوې.
د روغتیا سرپرست وزیر ویلي وو، چې د کورونا وایروس د جدي نه ګڼلو له امله د کورونا مثبتې پېښې ډېرې شوي. یاد وزیر خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د امکان تر حده په کور کې دننه پاتې شئ، ټولنیز واټن مراعت کړئ، ماسک وکاروئ او لاسونه په پاکو او صابون سره ووینځئ.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close