شعر

ترنم کوم، ټپې وایم، خندېږم

راز خوږیاڼی

ما لۀ ځان سره کړو مل یوازیتوب
سوزوم دې پۀ دې خپل یوازیتوب

اوس بیخي راته ځان نۀ ښکاري یوازې
ما روڼ کړی پۀ غزل یوازیتوب

اوس مې خوري یاره د خلکو اوازونه
اوس مې خوښ دی مکمل یوازیتوب

اوس چې نۀ یې ستا تصویر سره غږېږم
را زده کړی دی، دا چل یوازیتوب

نور د هیچا پۀ کیسه کې یاره نۀ یم
مکمل کړمه بدل یوازیتوب

را ښکاره یې د یارانو خواخوږۍ کړې
مین ځکه شوم پۀ ګل یوازیتوب

ترنم کوم، ټپې وایم، خندېږم
رازه مل مې شولو تل یوازیتوب

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close