افغانستاناقتصاد

چینایان غواړي په افغانستان کې د ډبرو له سکرو ۳۰۰ میګاواټه بریښنا تولید کړي.

خوځښت (دوشنبه، د جوزا ۱۰مه، ۱۴۰۰): له ولسسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر اشرف غني له یو شمېر چینایي پانګه والو سره لیدنه کړې او په افغانستان کې یې د ډبرو له سکرو څخه د بریښنا د تولید په اړه ورسره خبرې کړي.
د خبرپاڼې په وینا یادو پانګوالو ژمنه کړې، چې د ۴۰۰ میلیون امریکایي ډالرو په پانګونه به په افغانستان کې ۳۰۰ مېګاواټه بریښنا تولید کړي. د خبرپاڼې په خبره ولسمشر اشرف غني د بریښنا شرکت ته سپارښتنه کړې، چې د چینایي پانګه والو له لوري ددې پروژې ارزونه وکړي او لازمه همکاري ورسره وکړي.
افغانستان دا مهال په کور دننه ډېره کمه بریښنا تولیدوي، خو ډېره برخه بریښنا یې له ایران، تاجکستان او ازبکستانه وارد کړې، چې د چین د پانګه والو له یادې پروژې ۱۵۰ میګاواټه زیاته ده.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close