شعر

له هغـې ورځې مې په زړه باندې څـه چل شوی دی

غــــزل / لیمه جنت

چا به چې وکړې د هېواد د ابادۍ خبرې
له دوښمنانو به وتې لکه مرمۍ خبرې

دا بعضو خلکو دي له ځانه لوډسپکر جوړ کړي
تمامه ورځ یې له خولې وځي پردۍ خبرې

ته حقیقت ووایه خیر دی لږ ساده دې راشي
د شعر په ژبـه ورته مـه کوه ګونګۍ خبرې

له هغـې ورځې مې په زړه باندې څـه چل شوی دی
تا چې را وکړلې د خپلې بې وسۍ خبرې

بس کله کله دې لیمه جنت غزلې اوره
په کې کوي، یوه، او دوې د ملالۍ خبرې

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close