ټولنیزېروغتیا

د کرونا درېیمه څپه، زما ترخه تجربه او پر تجربه ولاړه تنبیه او مشوره!

خالد عمر

د کرونا درېیمه څپه چې په ترڅ کې یې په تیرو څلورویشت ساعتونو کې ۱۵۲۶ مثبتې پیښې ثبت شوې په افغانستان کې د کرونا له پیله تر دې دمه تر ټولو اوچت ارقام ښیي او په همدې تناسب د دې ناروغۍ له ګواښ او خطر څخه خبر دارۍ ورکوي. له رسمي او رسنیزو ارقامو او اطلاعاتو ورهاخوا غواړم په لاندي کرښو کې په لنډه توګه خپله تجربه درسره شریکه کړم ترڅو د وروڼو د پاملرنې، احتیاط او احتمالي مصاب کیدلو پر مهال د مرستې سبب شي.
زما د شخصي تجربې پر بنسټ د کرونا درېیمه څپه پخپل نفس کې د څو پړاوونو لرونکې وه داسې چې هر پړاو خپل کیفیات لرل او هر نوي پړاو د ناروغۍ پر شدت ور زیاتوله؛ په توضیح کې لاندي کرښې ولولئ!
۱- لومړۍ پړاو – یوازې د ستوني/ مرۍ درد، خفیفه تبه او کسالت: دې پړاو درې ورځې په بر کې ونیولې او ما د یادو دریو ورځو په جریان کې(ceftriaxone+ dexamethasone ) تزریق کړې او د درېیمې ورځې وروسته مې د بشپړې روغتیا له احساس سره د دوایې استعمال بس کړ.
۲- څلورمه ورځ په خفیف انداز کې اما په پنځمه ورځ په شدت سره د ځان درد، سر درد او شدیده تبه پیل شول، د هرې ورځې په تیریدلو سره یې شدت له زغم نه اوچتیده. د دوهم پړاو په درېیمه ورځ د وجود له شدیدو دردونو او نه زغمیدونکې تبې له پاسه د سترګو او سر نهایت شدید درد، د اشتهاء سوځيدل، د شامي او ذایقې( بوی او خوند) د حواسو له کاره لویدل، د خولې د ننه زخمونه پیدا کیدل، د سختې یخنۍ احساس چې تر څو کمپلو لاندي هم وجود نه ګرمیده او ترخوا یې له معمول حد نه زیاته خوله/عرق.
په دوهم پړاو کې مجبور وم چې د سختې تبې او دردونو د آرامولو لپاره د ورځې په اوږدو کې څو څو ځله د پاراسیټامول مختلف ډولونه او ترکیبونه( لکه پاراسیټامول انفیوژن، سیرنجونه، پاراسیټامول + ډیکلوفیناک او….. ټابلیټونه)، انټي الرژیک دواګانې او مختلف انټي بیوټیکس واخلم. دې مرحلې شپږ یا اوه ورځې په بر کې ونیولې.
۳- درېیم پړاو احتمالاً د ناروغۍ له لسمې ورځې وروسته پیل شو؛ په دې پړاو کې ټوخ او سالنډي مهم اعراض وو، د نفس تنګۍ او سالنډۍ شدت په هغه حد کې وو چې په بستره کې له یوه اړخ نه بل اړخ ته اوښتلو سره به د ټوخي او سا بندیدیلو داسې یوه لړۍ پیل شوه چې تر نورمال حالت پورې راګرځيدلو به یې د وجود ټول سیک او شیمه له منځه یووړه. په دې دوره کې مختلف انټي بیوټیکس، اکسیجن او په دوامداره توګه( له لنډو وقفو وروسته) نیبولایزر استفاده کول هغه تدابیر وو چې د ډاکټرانو په سپارښتنه مې په جدي توګه رعایت کړي وو. دې مرحلې هم پنځه ورځې دوام وکړ.
نن او پرون د الله په ځانګړې لورېینه او د دوستانو د مخلصانه دعاګانو په زور ښه یم، که څه هم سابندي او تنفسي ستونزې مې لا هم ځوروي اما له هغه حالت نه چې د لاس د خوځولو او یوې خبرې کولو جوګه نه وم اوس په مراتبو ښه یم، ناست یم او دادی هغه ګوتې چې څو ورځې وړاندي له حرکت څخه پاتي وې یو ځل بیا لیکل کوي.

مشوره او تنبه :
ګرانو دوستانو له پورته اوږده بیان څخه مې موخه داوه چې:
۱- کرونا شته او د الله په خاطر او د خپل ځان او کورنیو په وړاندي د شرعي مکلفیت له مخې یې جدي وګڼئ( تیره ورځ زموږ په بهر کې یوه زده کړه کړي ملګري په کمنټ کې راته لیکلي وو چې کرونا نشته دا هسې خبرې دي)!
۲ـ کرونا په هغه اندازه چې اوریدلي مو دي خطرناکه او وژونکې ناروغې ده او د عامه تصوراتو خلاف دا کوم تبلیغ او شایعه نه ده بلکه ما د کرونا ټول قباحت او ټول بدیتونه پخپل وجود کې تجربه کړل او یقیناً چې دا کومه ساده او آسانه تجربه نه وه.
۳ـ طبی ضوابط ښیي چې کرونا د هر انسان د وجود د شرایطو په نسبت پر انسانانو مختلف او متفاوت طور سره تیریږي؛ داچې په ما څومره شدیده تیره شوه ممکن په سلو کې ډيره لږه سلنه کسان یې په دغه شدت کې تجربه کړي، لذا د ډیر تشویش وړ هم نه ده.
۴- ما په لومړي پیل کې بې غوري وکړه او وروسته مې اوضاع له کنټرول څخه ووته؛ ټولو دوستانو ته مې مشوره داده چې خدای مکړه د مصاب کیدلو په صورت کې دې له هر ډول شک او تردید پرته دولتي مراکزو او روغتونونو ته د بستر کیدلو په پار مراجعه وکړي او په دې سره دي له یوه اړخه د خپلو اقاربو له مصاب کیدلو مخه ونیسي او له بله اړخه دې له معیاري او مسلکي خدماتو څخه برخمن شي په ځانګړې توګه اکسیجن چې په کور او خصوصي برخو کې یې موندل ستونزمن وي.

یو ځانګړی تاثر او پر بنسټ یې یوه ځانګړې او زرینه مشوره:
زه په ډاډ سره ویلای شم چې ما د کرونا تر ټولو شدید او سخت ورژن تجربه کړ اما د ټولې ناروغۍ پرمهال مې د یوې شیبې لپاره زړه ته کوم ډار، تشویش او د تلف کیدلو حتی کوم ضعیف احتمال هم لاره ونکړه؛ داځکه چې له هماغه پیل څخه مې له الله سره خپله اړیکه کلکه کړېوه او هرڅه مې الله ته حواله کړي وو دغه اړېکه او بروسه مې ترپایه هماغسې کلکه ساتلې وه. که څه هم ډیر کله په ژبه د ذکر او دعا کولو جوګه نه وم اما د یوې شیبې لپاره مې هم قلبي او معنوي اړیکه متزلزله نه شوه او لله الحمد ثم لله الحمد، الله پاک مې پخپل ځانګړي رحم سره زړه ته داسې ډاډ، اطمنان او سکینه کوزه کړېوه چې له ناروغۍ او عواقبو یې په بشپړه توګه بې پروا کړی وم، په الله سوګند خورم چې په یو میلیون احتمالاتو کې مې د مرګ یو احتمال هم زړه ته لاره نه ده کړې په داسې حال کې چې موږ هره شیبه پر مرګ کلک باور او ایمان لرو.
لذا که احیاناً په ناروغۍ اخته شوی نو تر ټولو غوره او بهتره معالجه په الله توکل، په الله باور او له الله مرسته او روغتیا غوښتل دي او تر دې زیاته بله هیڅ نسخه کارنده نه تمامیږي.
په اخیر کې ځای لري چې له ټولو هغه دوستانو څخه د زړه له تله مننه وکړم او د الله له درباره ورته نیکې بدلې وغواړم کوم چې د ټولې ناروغۍ پرمهال راسره ملګري وو، خدمت مې یې وکړ، دعاګانو ، ډاډ او تسلا یې صحت راکړ، وخت په وخت یې پوښتنه کوله او د هر خدمت ډاډ یې راکاوه.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close