خبرونهروغتیا

افغانستان کې د کرونا وېروس له امله د مړو شو شمېر تر ۳۰۰۰ زرو پورته شو

خوځښت (سه شنبه، د جوزا ۱۱مه، ۱۴۰۰) د نورو هېوادونو په څېر افغانستان کې هم د کرونا وېروس پېښې مخ په زياتېدو دي، چې تازه پرې ګڼ شمېر کسان اخته شوي او يو شمېر مړه شوي دي.
د افغانستان د روغتیا وزارت ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زره او ۴۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر دغه ویروس اخته ۳۳ تنه مړه شوي هم دي.
د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له تازه ثبت شویو شمېرو سره په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۷۴ زره او ۳۰۱ ته، د مړه شویو کسانو شمېر ۳ زره او ۷ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۵۸ زره او ۱۰۹ ته لوړ شوی دی. روغتیا وزارت ویلي چې هېوادوال باید د کرونا وبا د دریېمې او خطرناکې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
ياده دې وي تېره چهارشنبه هم د روغتيا وزارت په يوې خپره شوې اعلامیه کې ويلي و، چې په ۲۴ ساعتونو کې د ‏افغانستان په مختلفو ولايتونو کې د کورونا وېروس ۸۴۰ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي او ۱۹ تنه يې له امله مړه شوي دي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close