ټولنیزې

څه وکړو، چې د فېسبوک اکاونټ مو راونه تړل شي؟

محمد تمیم تکل

زموږ کامنټ(تبصره) باید کوم اصول ولري، چې د فېسبوک اداره مو اکونټ را و نه تړي یا محدود نه کړي؟
– په کامنټ کې باید اېمېل آدرس و نه لیکل شي.
– د اختر په ورځ یا د چا د وفات پر مهال باید یو پیغام څو ځله کامنټ نه شي (البته داسې کېدای شي چې الفاظ یې وړاندې وروسته شي). کله چې هماغه یو مسج ټولو ته ولیکل شي او د اختر مبارکي ورکول شي، دا مو آیډي محدودوي.
– ځینو کسانو پاڼې جوړې کړي دي. غواړي اعلان ورته وکړي، یو متن تیار ورسره دی، د هرې مشهورې رسنۍ یا لویې پاڼې د پوسټونو لاندې هماغه متن پسټ کړي او هېڅ بدلون هم په کې نه راولي چې دا هم پر ده باندې د شک احتمال زیاتوي.
– د شلغمو، بادرنگو، ټماټرو او ميوه جاتو گټې هم هرې خوا وینو چې زښت ډېر نشرېږي. دغه خو اولاً باید نشر نه شي چې د وخت ضیاع ده او دویم لامل یې دا ده چې یو متن څو ځایه مشابه کېږي او نهایتاً زموږ د ټارگټ کېدو، بلاک او محدودېدو احتمال ډېر شي.
– که لینکونه او انټرنتي آدرسونه بیا هم لیکو، پکار دا ده چې ټکی په استعمال نه کړو او پرځای یې “@ . $ . % . * . # . /” نښې وکاروو چې ریکونایز نه شي. او د “com” مخفف هم باید وقفه یا سکته ولري. یعنې داسې آسماني نه شي(facebook.com).
– د ټلگرام، واټساپ گروپونو او سایټونو د لینکونو له پاره تر ټولو ښه خبره دا ده چې سکرین شاټ یا عکس یې واخیستل شي. دا بیخي مطمئنه لاره ده.
– عموماً باید په کاپي پسټ کې ایډېټ حتمي وي تر څو پر موږ د روبوټ گومان و نه شي.
– یوه منل شوې قضیه او مشهوره شوې مسأله باید په واضحو ټکو یا الفاظو رد نه کړو، دا اتومات تشخیص کېږي او زموږ کامنټ له قوانینو په سرغړاوي تعبیرېږي. پکار ده چې الفاظ او کلمات لږ داسې یو بل کې گډوډ شي. مثلاً دغه ناروغي چې له چین نه راشروع شوه که یې د بطلان او جعل په اړه لیکل وشي زموږ کامنټ تعقیب او تحریمېږي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close