ټولنیزې

د ختیځ ولسونو لپاره د خطر یو بل زنگ

لعل ګل لعل

د خواشینۍ خبر دادی، چې د کابل او جلال اباد د دویم سرک او د درې سوه میگاه واټه بریښنا دواړه ملي پروژې له جدي خطر او گواښ سره مخ کیدونکی دی.
دغه پروژې چې عمر یې لسیزې ته رسېږي تر اوسه پر مختلفو حیلو او پلمو ځنډول شوی، چې ددې پروژو مرستندویه هېواد د جاپان حکومت د اسیا د پراختایي بانک په ذریعه د ټولگټو چارو د وزارت لخوا نه پلی کېږي، پر هغه وخت کې چې ددې پروژو د پلي کیدو پر وړاندې هیڅ خنډونو شتون نه درلود، د مرکزي او ولایتي چارواکو او زورواکو لخوا تر حده ډېره تمبلي شوې ده.
کله چې د اپریل ۲۰۱۴ میلادي کال کې د دویم سرک د پروژې پرانسته وشوه او د درې کلونو په موده کې یعنې په اپریل ۲۰۱۷ کال د درې کلونو په موده کې باید گټې اخیستنې ته سپارل شوی وای، خو په خواشینۍ سره چې داسې ونشول او بالاخره تر نن ورځې پورې د نه مدیریت له امله وځنډول شوه.
په دې وروستیو کې چې د ولسونو، مدني ټولنو او د ننگرهار د پارلمان د ډېرو محدودو نمایندگانو د هر اخیز فشار او په دې اړه د مرستو د وعدې له امله یو ځل بیا یې د سروې، ډیزائن او د ځمکو د استملاک کارونه شروع شول، او له مملې څخه تر حصارک غلجي ولسوالۍ پورې د ۲۴ کیلو مترو په اندزه د سروې کارونه سر ته ورسیدل او د حکومت لخوا ددې لاټ‌ د سروې، ډیزائن او د ځمکو د استملاک کارونو تر سره کیدو سره سم ددې لاټ یا برخې د قرارداد د تداراکاتو پروسې ته د شاملولو ژمنه هم شوېوه؛ خو بیا هم په خواشینۍ سره چې د ټولگټو وزارت له خپلې ژمنې په شا شو. نه یوازې دا چې له خپلې ژمنې پر شا شو؛ بلکې له دې سره سره یې له خوږ گوتې نیول هم شروع کړل، چې هغه په لاندې ډول دي:
د ټولگټو وزارت ښاغلی وزیر وویل چې ۸۵ کیلو متره د پاتی برخی سرک د سروی، ډیزائن او ځمکو د استملاک کارونه باید ټول په یوه میاشت کې سرته ورسیږی نو بیا به یی مونږ د قرارداد پروسه شروع کوو، البته د ښاغلی وزیر د وینا پر اساس چې دا د اسیا د پراختیایی بانګ حتمی غوښتنه ده.
ښاغلی وزیر همداسی زیاته کړه که ددی ۸۵ کیلو متره د سروی، ډیزائن او ځمکو د استملاک کارونه سرته ونه رسیږی نو میاشت پس به د ولسمشر او اسیایی بانک پر تصمیم دا پروژه بل ولایت ته ولیږدول شی، هغه وویل چې اوس هم د پروژی د ۱۱۱ ملیونه ډالرو څخه شپږ میلونه ډالر د اسیایی بانک لخوا بیرته ګرځول شوي دی.
باید یادونه وکړم چې د ۸۵ کیلو متره سرک د سروی، ډیزائن او ځمکو د استملاک کارونه څخه ۲۰ کیلو متره د کابل تهزین ساحه کې پخوا سرته رسیدلی دې او ۲۴ کیلو متره د سروی، ډیزائن او ځمکو د استملاک کارونه یی د مملی څخه تر حیصارک ولسوالي‌ پوری پدی ورستیو کې سرته ورسیدل، یوازی او یوازی ۴۱ کیلومتره د سروی، ډیزائن او ځمکو د استملاک کارونه یی د حیصارک ولسوالی په ساحه کې یعنی د پټلو څخه دکابل تر تهزین پوری پاتی دی، که چیری دغه ۴۱ کیلو متره د سرک د پاتی برخی د سروی، ډیزائن او ځمکو د استملاک کارونه په ۲۵ ورځو کې سرته ونه رسیږی نو د ښاغلی وزیر د وینا پر اساس به دا پروژه د همیش لپاره بل ولایت ته انتقال او یا به د جاپان حکومت خپلی پیسی بیرته وگرځوی، باوجود چې د وزیر او ځینو نورو چارواکو سره مو هر اړخیز بحث او دلایل وویل خو د هغوی همدا یوه خبره وه یعنی یوه میاشت ضرب الاجل چې پدی کی پنځه ورځی هم تیری شوی یعنی پنځویشت ورځی فرصت اوس پاتی دی.
لنډه داچی په اخر کې فیصله پدی وشوه چې د بحثونو به سره تیر شو عملی کار باندی به لاس پکار شو، چې پدی سره بحث دویمی ورځی ته وغزیدو، د دویمی ورځی بحث کې د خوږیاڼیو، حیصارک او تهزین مشرانو په گډون.
فیصله پر دی وشوه چې په لاره د پرتو اوسیدونکو قومونو خوږیاڼیو، غلجیو او تهزین مشران به د سروی، ډیزائن او ځمکو د استملاک کارونو د بیا شروع کیدو لپاره کاری ټیمونه ته زمینه سازی کوی تر څو پدی لنډه تنگه موده کې دا ۴۱ کیلو متره د سرک د سروی، ډیزائن او ځمکو د استملاک کارونه سرته ورسیږی.
په خواشینی سره چې د پنځه ورځو په تیریدو سره نوموړو قومونو مشران پدی ندی توانیدلی چې زمینه سازی د سروی د ټیمونو لپاره وکړی، چې ډیر مهم لامل یی په سیمه کې په ځانگړی توگه د حیصارک غلجی ولسوالی په ساحه کې د طالبانو حضور او هغوی پدی برخه تر اوسه د مرستي امادگی نده ښودلی.
که چیری حکومت ددی پروژو د پلی کیدو لپاره اراده نلری او یا د هغوی مجبوریت په ریښتیا سره د جاپان حکومت او اسیایی بانک گواښونه وی نو په یقین سره ویلای شو، چې دختیځ‌ زون ولسونه دی نور ددی حیاتی پروژی نه لاس ووینځی.
هغه پروژه چې جنوبی اسیا او مینځنی اسیا سره نښلوی هغه پروژه چې د ختیځ څه دپاسه څلور ملیونه خلک د کابل او د هیواد د نورو ولسونو سره نښلوی، هغه پروژه چې د ولسونو د ښیرازی سبب گرځي، د همیش لپاره به ترینه خدای مه کړه محروم شی.
خبری ډیري او سر یی یو، هدف مو د سرک جوړونه ده او ددی پروژیو لپاره هغه ځانگړی شوی پیسی باید د لاسه ورنکړو، نو ددی لپاره مو اوس سپارښتنی او غوښتنی په لاندی ډول دی:
د پروژو د کار د ځنډ او خنډ تر ډیره د طالبانو پر اوږو پریوځی، ځکه هغوی تر اوسه مرستی ته امادگی نده ښودلی که ریښتیا همداسی وی، نو د طالبانو نه په کلکه هیله او جدی غوښتنه کوو چې د هغو ژمنو له مخی چې د ولس او نړیوالو سره یی کړی دې، چې طالبان به د هر ډول پرمختیایی پروژو سره مخالفت نه کوی، بلکه پدی لار کې به اړینه مرسته ورسره کوی، نو اړینه یی بولم چې دوی ته یادونه وکړم چې ددغی ملی پروژی کوم فرصت چې نن برابر شوی دی دا بیا په لسیزو کې به په ټوله کې افغانانو ته او په خاص ډول د ختیځ ولسونو ته په لاس ور نه شی، نو طالبان باید پدی فکر وکړی چې دغه لویه بودیجه د جاپان د حکومت او اسیایی بانک بیطرفه اړخونو لخوا ځانگړی شوی ده باید د لاسه یی ورنکړو، او طالبان باید ملی مشترکاتو ته په کتلو سره د خپلی مرستی ژمنه په عاجل ډول پدی لاره کې د پرتو ولسونو سره شریکه کړی.
دویم وړاندیز مو د ختیځ ټولو ولسونو ته په خاصه توگه پدی لاره پرتو ولسونو او قومونو ته دادی چې راپورته شی او ددی حیاتی پروژو لپاره او د خپل حق غوښتلو لپاره دی خپل غږ پورته کړی او په ټولو ښکیل اړخونو باندی دی فشار راوړی چې ددی پروژو په پلی کیدو کې دی مرستی کولو ته تیار کړی.
بل وړاندیز او غوښتنه مو د ختیځ‌ زون د ولسی استازو په ولسی او مشرانو جرگو کې، د ولایتی شوراگانو استازو، د سیاسی او قومی بنسټونو د استازو، مدنی ټولنو او حقوقی شخصیتونو نه داده چې ددی پروژو د پلی کیدو په اړه دی خپلی وړتیاوی او مرستی دریغ نه کړی او سر له ننه دی لاس پکار شی او خپل اسر او رسوخ نه دی پدی لار کې کار واخلی.
بل وړاندیز او غوښتنه مو د ختیځ‌ زون د څلورو ولایتونو د چارواکو نه په ځانگړی ډول د ننگرهار د چارواکو نه داده چې پدی اړه په ریښتونی ډول لاس پکار شی او نمایشی کړنۍ یی نوری ولسونو ته د منلو وړ ندی.
بل وړاندیز او غوښتنه مو د ننگرهار د چارواکو نه داده چې د سرخورد او خوږیاڼیو د اولی برخی او دویمی برخی د استملاک شوو ځمکو معاوضه یعنی د مځکو خاوندانو ته دی زر تر زره پیسی ورکړی او خبره دی صفر کړی، چې دا یو له مهمو شرطونو نه همدا د استملاک شوو ځمکو پیسی ورکول دی.
بل وړاندیز او غوښتنه مو داده چې د ختیځ زون هغه چارواکی چې په مرکزی کچه په حکومت کې په مهمو دندو بوخت دی، باید ددی پروژو په اړه د ولسمشر ، جاپان حکومت او اسیایی بانک سره خبری وکړی تر څو هغه خطرونه، ګواښونه او اندیښنی چې د پروژو په اړه موجود دی او خلک یی اندیښمن کړی دی له مینځه یوسی او د ولسمشر، اسیایی بانک او جاپان حکومت څخه د سرک د سروی، ډیزائن او ځمکو د استملاک د ضرب الاجل په اړه د نور وخت اخیستلو کې اړین کردار ادا کړی.
اړینه خبرتیا هغه داده چې تیره ورځ‌ مونږ په افغانستان کې د اسیایی بانک مشر ته یو ایمیل لیکلی دی او د هغه څخه مو د مجلس او لیدنی لپاره غوښتنه کړی ده، خو تر اوسه یی ځواب ندی راکړی البته د مثبت ځواب په هیله یی منتظر یو.
اخری یادونه ضروری بولم، چې ټولو ښکیلو اړخونو او شخصیتونو ته چې پدی اړه مسؤلیت لری او ددی ملی پروژی د نه پلی کیدو په صورت کې به تاریخ او راتلوونکو نسلونه ته پړه او ځواب ویوونکی وی، ځکه په ټوله کې د هیواد لپاره او په ځانگړی ډول د ختیځ ولسونو د سیرازی لپاره همدا یوه هیله او وسیله ده باید په هیڅ ډول یی د لاسه ورنکړو، که می پدی اړوند غوښتنه منی غوښتنه ده او که می سوال منی نو دا می سوال دی.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close