شعر

تش په نوم سوله یو بل حالت ته لاړه

عبدالکبیر طلایي

زه چه ګورم معامله شوه ډیره شواړه
کلک ولاړ په خپل دریځ دي سره دواړه

په بې رحمه بې رحمۍ مرګونه کیږي
ملت پروت دی نن د سره تنور په غاړه

ښه مثال د بې هوده جګړې همدا دی
لکه تخم چه څوک وشیندي په شاړه

چه د نم درک دوربین کې نه ښکاریږي
څوک به څه کاندي حاصل له وچه کاړه

مونږ د سولې پروسې ته منتظر وو
تش په نوم سوله یو بل حالت ته لاړه

دا د سولې او د خیر سپینه کوتره
جوړه شوې تکه توره مرغۍ خراړه

د وحشت توره څپه راخوره شوې
مسؤلیت یې لوی ظالم ته شو په غاړه

خدای دې خیر کړي چه به څه کوچ ترې راوځي
دښمنان شو یو تر بله سره غاړه

خطرناک پړاو له ورایه راته ښکاري
د حیا عزت ژوندون له خدایه غواړه

طلایي کبیر الله ته په سجده دی
دا ملت په یوه خله کړې سره واړه

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close