سیاسي

له شرق متوسطه د افریقا تر شماله؛ له تجارتي جګړې تر پوځي کودتاګانو

سعید جواد

په تاریخي لحاظ فرانسه هغه هېواد دی، چې په شمالي افریقا کې یې ډېر اسلامي هېوادونه اشغال کړي وو. د دغه اشغال پر مهال فرانسې هغه اسلامي ارزښتونه سخت وټکول کوم چې فرانسوي استعمار د عثمانیانو پاتط شوني بلل. دغې دښمنۍ هغه مهال لا پسې زور واخیست، چې کله ناپیلیون د عثماني خلافت قلمرو (مصر) اشغال کړ او د عثمانیانو تر څنګ یې د ټولې اسلامي نړۍ غوسه را وپاروله؛ پرونی ټکر کټ مټ نن هم د دغه دوه سترو هېوادونو ترمنځ روان دی.

افریقا د ترکیې او فرانسې د تقابل نوی ډګر
په افریقا کې زیات شمېر هېوادونه داسې دي، چې پخوا د فرانسې مستعمره پاتې شوي دي او فرانسه اوس هم دغه هېوادونه خپل ملکیت بولي. له نېږدې وروستیو شلو کلونو راپدېخوا ترکېې له افریقايي هېوادونو سره خپلې تجارتي او ډيپلوماټيکې اړیکې ډېرې کړې دي، چې په دغه موده کې ترکیې خپل سفارتونه له ۶ څخه ۴۲ ته په مختلفو افریقايي هېوادونو کې پورته کړي دي؛ له افریقايي هېوادونو سره یې مهم تجارتي تړونونه له شپږو څخه ۴۶ ته پورته شوي. په همدې ډول د ترکیې او افریقايي هېوادونو تر منځ الوتنې هم لوړې کچې ته رسیدلې دي. له دې ور اخو یوازې اته سوه ترکي شرکتونه په الجزایر کې په تجارت بوخت دي. په یو شمېر هېوادونو باندې خپلې پوځي وسلې هم پلوري؛ په ځانګړي ډول د ډرون الوتکو بازار یې ښه ګرم دی. په همدې ډول د نایجیریا او سومالیه په شمول په یو شمېر هېوادونو کې پوځي اډې هم لري.
پردې سربېره په تجارتي اړخ کې ترکي شرکتونه پدې توانیدلي دي، چې اروپايي شرکتونه چې ډېری یې فرانسوي دي، مات کړي او د تجارت په ډګر کې یې د هغوی انحصار پای ته رسولی دی. په همدې ډول د استانبول هوايي ډګرونه اوس مهال د افریقايي هېوادونو د وصل نقطه هم بلل کېږي. همدغه څه دي، چې په افریقا کې یې هم د فرانسې غوسه راپارولې ده او وخت ناوخته په ترکیه لفظي بریدونه کوي.

له تجارتي جګړې تر پوځي کودتاګانو
د نړۍ ستر ابر قدرتونه اوس په چټکۍ له اسیایي هېوادونو خپله مخه د افریقا په لور اړوي. په منځنۍ افریقا کې دمګړۍ د فرانسې او روسیې تر منځ د ګټو تقابل روان دی او خبره تر دې ورسیده، چې یو شمېر روسي پلوه افسرانو په یو شمېر هېوادونو کې د روسیې په ملاتړ کودتاګانې وکړې او هغه افسران یې له پوځه لیرې کړل، چې د فرانسې ملاتړ یې له ځان سره لاره.
چین هم په چټکۍ سره خپلې اقتصادي هڅې په افریقايي هېوادونو کې ګړندۍ کوي او اوس مهال ګڼ چینایي شرکتونه د نړۍ له نورو شرکتونو سره د افریقا په لویه وچه کې په سیالۍ بوخت دي.
د نړۍ د لویو هېوادونو په کتار کې یوازې چین په اقتصادي رقابت اکتفاء کوي، خو روسیه او فرانسه او ترکیه او فرانسه بیا هغه هېوادونه دي، چې په پوځي کودتاګانو هم درېغ نه کوي. دا چې په دغه اسلامي افریقايي هېوادونو کې له پخوا څخه فرانسوي استعمار و، نو دمګړۍ واک هم له هغه پوځي افسرانو سره دی، چې ډېری یې په فرانسه کې فرانسوي پوځيانو روزلي دي او پر مټ یې خپلې اقتصادي موخې پوره کوي او خپل ولسونه د فرانسوي ګټو لپاره سخت ځپي.
ترکیې هم نېږدې یوه لسیزه د واک او اغېز لپاره سولیه ییزه مبارزه وکړه، خو په دغه افریقايي هېوادونو کې هغه پوځيانو، چې د فرانسې ملاتړ یې لاره او د فرانسې حکم یې پلي کاوه؛ ټول دغه اقتصادي او سیاسي خوځښتونه وځپل. ترکیه هم مجبوره شوه، چې د اقتصادي اغېز تر څنګ په پوځي برخه هم فکر وکړي.

د مالي، د ترکيې پلوي او فرانسوي پلوه پوځي افسران
مالي د افریقا په غرب کې په وچه کې بند هېواد دی؛ له شمال څخه د الجزایر، له جنوب څخه د نیجر، بورکینافاسو او اج ساحل سره پوله لري. له جنوب لویديځ څخه د ګینه او سینیګال او د شمال له اړخه له موریتانیا سره هم پوله شریک او ګاونډي دی.
یاد هېواد په خپل جنوب کې د افریقا د لويې وچې له لویې صحرا سره هم تړلی دی؛ پلازمېنه یې د باماکو ښار دی او په طبیعي منابعو کې یې، مالګه، یورانیم، طلا او سره زر مهم دي. په دیني لحاظ د مالي هېواد ۹۰٪ خلک مسلمانان دي؛ پينځه عیسویان او پینځه سلنه یې د بومي ادیانو پیروان دي. رسمي او ادراي ژبه یې فرانسوي ده او په تعلیمي اداراتو کې هم په فرانسوي ژبه زده کړه کېږي.
د دغه هېواد په شمال کې د ازواد په نامه سیمه کې د اسلامپالو یو غورځنګ دی، چې په ۲۰۱۲میلادي کال کې یې وروسته له هغې وسله واله مبارزه پيل کړه، چې په مالي کې یو شمېر فرانسوي پلوه افسرانو کودتا وکړه او همهاله یې له اسلامي ادرسونو سره د ټکر جرات وکړ. د ازواد په سیمه کې دغه اسلامپالو خپل حرکت پیل کړ او غوښتل یې د مالي شمال د ازاد ازواد په نامه هېواد کړي او له مالي څخه یې جلا کړي. له دغه حرکت وړاندې د مالي په شمال کې د القاعدې ډلې هم فعالیت درلود، خو د دغه حرکت په رامنځ ته کېدو سره القاعده ډله یوې څنډې ته شوه. دغه حرکت د مالي شمال ازواد سیمه جلا هېواد اعلان کړ او هلته یې له واک وروسته حدود او شرعي قانون د طالبانو په سبک عملي کړل. د مالي خپل پوځ هڅه وکړه؛ ترڅو دغه حرکت وځپي او د مالي شمال بېرته لاسته راوړي، خو په یوازې ځان ونه توانیدل. هماغه و، چې فرانسوي اشغالګر دغه هېواد ته د دغه اسلامپالو د ځپلو لپاره ننوتل او د ازاد ازواد د ځواکونو په وړاندې یې جګړه پیل کړه. اصلاً فرانسې غوښتل، چې د مالي د یورانیمو او طلا په هغه لویو ذخیرو خپل کنټرول ټينګ کړي، چې د دوی له لاسه پخوا وتلې وې. له فرصته په استفادې خپلې دې موخې ته ورسېدل.
کله چې په ترکیه کې د اردوغان ګوند واک ته ورسېد، نو د خپلې پراخې اقتصادي پالیسۍ په غېږه کې یې افریقا ته هم ځای ورکړ او ترکي شرکتونو د نورو افریقايي هېوادونو په شمول په مالي کې هم د طلا د استخراج قراردادونه واخیستل، خو فرانسوي پلوه افسرانو په وچ زور ترکي شرکتونه له دغه سیمې وویستل او شته اقتصادي فرصتونه یې ترې بطرته واخیستل.
ترکیه هم د خپل هغه سرسخت رقیب کړنو ته اندېښمنه وه، چې له امله یې په اروپایي ټولنه کې د دغه هېواد غړیتوب نه تایدېږي او هر وخت د ترکیې له غړیتوب سره مخالفت ښايي؛ همدغه ده چې له شرق متوسطه نیولې تر افریقا پورې يې په ډېرو میدانونو کې د خپل سیال(فرانسې) په وړاندې پر اقتصادي جګړې برسیره تازه د کودتاګانو جګړه هم پیل کړې ده.
تازه په مالي هېواد کې په (۹) میاشتو کې دویمه کودتا کېږي؛ په تېر کې دغه کودتا په فرانسوي پلوه ولسمشر ابوبکر کیتا باندې شوې وه او تازه کودتا په ولسمشر باوه ندا، لومړي وزیر مختار اواني او دفاع وزیر سلیمان دوکوري باندې شوې ده.
د شنونکو په باور دمګړۍ کودتا په مالي پوځ کې هغه ترکي پلوه افسرانو کړې ده، چې د ترکيې ملاتړ له ځان سره لري. د چارو ډېری تحلیلګران او اینډيپینډنټ ورځپاڼه وايي اصلاً کودتا په هغه افسرانو شوې ده، چې د فرانسې ملاتړ له ځان سره لري او غواړي فرانسوي ځواکونه په دغه هېواد کې پاتې شي، خو واشنګټن پوسټ او Dw په نامه رسنۍ بیا وايي، چې دغه کودتا د روسیې له لوري شوې ده. یادې رسنۍ بیا وایي، چې د کودتا مشر ګویتا اصلاً د روسانو له لورې روزل شوی دی، خو یو شمېر شنونکي دغه خبره ردوي، ځکه خپله ګویتا په امریکايي پوځي هډو کې هم روزنه لیدلې ده.
کله چې کودتا وشوه، نو یوه میاشت وروسته د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ترڅنګ یو شمېر لوړ رتبه ترکي افسران مالي ته ولاړل او د کودتا له مشرانو سره یې له نېږدې وکتل؛ نو ځکه ډېر بیا په دې باور دي، چې کودتا ترکي پلوه افسرانو وکړه.

اقتصادي ټکرونه
ترکي شرکتونو په نیجر هېواد کې هغه فرانسوي شرکتونه مات کړل، چې په دغه هېواد کې یې د یورانیمو پلټنه کوله او له دغه لارې فرانسې خپله د یورانیمو ۶۳٪ اړتیا پوره کوله. په همدې ډول د ساحل هېوادونو (بورکینافاسو، مالي، چاډ، نیجر، موریتانیا) کې هم ترکي شرکتونه په چټکۍ سره له فرانسوي شرکتونو اقتصادي مارکیټونه نیسي او د دغه هېوادونو د طبیعي منابعو د استخراج تر څنګ د ترکي توکو د پېر بازار هم په پراخېدو دی.

ماکرون او توندې څرګندونې
له تازه کودتا وروسته د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون رسنیو ته ويلي دي، چې له هغه هېواد څخه به خپل سرتېري وباسي، چې پوځيان یې هم راډيکال اسلام غواړي. هغه ويلي دي، چې د مالي هېواد له پوځ سره به خپلې ټولې پوځي مرستې ودروي. د ماکرون له څرګندونو وروسته افریقايي ټولنې هم د مالي هېواد عضویت ځنډولی دی. په نړیواله کچه هم دغه کودتا سخته غندل شوې ده.

راتلونکی به څنګه شي؟
د مالي ډېری اوسیدونکي په دې باور دي، چې د کودتاچیانو مشر ګویتا به له هغه بېلتون غوښتونکو اسلامپالو سره یو توافق ته ورسېږي، چې دمګړۍ د مالي په شمال کې په جګړه بوخت دي. د شننونکو په باور په نېږدې راتلونکي کې ممکن یو ګډ حکومت (د اسلامي جمهوریت) تر عنوان لاندې رامنځ ته شي.
دمګړۍ په مالي هېواد کې ګڼ فرانسوي سرتېري شتون لري، چې له نوې پوځي کودتا څخه وروسته ممکن له دغه هېواده وشړل شي، خو خپله فرانسوي ولسمشر ایمانویل ماکرون ویلي دي، چې له دغه هېواده به خپل سرتېري وباسي او دا هېواد به دده په وینا یوه ډله ترهګرو ته په سپین میدان پرېږدي.
تازه د چین، ترکیې او روسیې هڅو ته په کتو سړی ویلی شي، چې د نړۍ د ابر قدرتونو په ټکر کې په افریقا کې د فرانسې لمر په ډوبېدو ښکاري.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close