سیاسي

د عسکرو بخښنه، طالبان او فاضربو فوق الاعناق

جلال هوتک

نن چې مې فسبوک خلاص کړ، زما له خپل ولایت څخه یو چا د تسلیم شویو عسکرو او دولتي منسوبینو ویر راته ژړلی، او د علماء کرامو تر واک لاندې سیمو کې یې د هغوی د فعالیتونو او لنډه غړیو داسې کیسې راته په غږیږ مسیج کې پریښې دي، چې په اورېدو یې هېښ شوم.
د عسکر او د وطن د ساتونکي په جامه کې ننوتلي وحشي انسانان پر ولسي خلکو درانه بمونه وغورځوي، ماشومان په وینو کې لت پت کړي، د ځوانانو په سینو کې د ټوپک شاجورونه تش کړي، تنکي ځوانان له لویو لارو څخه پوستو ته وګرځوي او ډله ییز جنسي تېري ورباندې وکړي، محجبې مېرمنې د هغوی د خپلوانو په وړاندې بې پته کړي، د جګړې په ډګر د پاته شویو شهیدانو جسدونه په ټانګونو تړلي‌ په ځمکه کش کړي او د هغه د والدینو د اذیت لپاره د کیمرې په وړاندې په ډاډه زړه د بدن غړي ترې غوڅ کړي،‌ ځکه باوري وي‌ چې سبا بښل کېږي‌ او د یوه کارت په اخیستلو ددې هر څه عفوه ورته کېږي.
پوهېږئ دا خلک ولې دومره زړور شوي؟ دا د علماء کرامو د پخوانیو عفوو او د اوسنیو غیر مشروطو تسلیمیو پایلې دي.
هغه عسکر چې شل کاله د صلیبي نظام د نفاذ لپاره وجنګېدل او د زرګونو مسلمانو ځوانانو ککرۍ یې تر پښو لاندې کړي، هماغه نن په سخته شیبه کې تسلیمیږي، د علماء کرامو سیمې ته ځي، هلته نه یوازې د صف دننه پراخ نفوذ پیدا کوي، بلکې په ډاډه زړه خپلې پخوانۍ اړیکې رغوي او د نظامي ماموریت په ځای پټ‌ استخباراتي فعالیت شروع کړي، چې تر پخواني هغې څو برابره خطرناک دی.
علماء کرام یې په بدل کې څه لاس ته راوړي؟‌هیڅ! فقط یو مطبوعاتي خبر او بس!
علماء کرامو! تاسو به د عسکرو په تسلیمۍ کې حکمت وینئ‌ او شاید په حقیقت کې به هم ژور حکمتونه لري؛ خو د تېرې یوې پېړۍ په دوران کې د انګریز، روس او امریکا له لوري د شویو یرغلونو تاریخ که را وګورو، دا به زده کړو چې د یرغلګرو پر پاتې شونو نیک باور تل اسلامي خوځښتونو ته سرخوږی جوړ شوی او حتی د اسلامي‌ نهضتونو د له منځه وړلو په برخه کې تر بل هر فکتور مؤثر ثابت شوی.
کاش تاسو د هلمند د پرونۍ عام وژنې په غبرګون د دعوت، ارشاد په کمېسیون کې د جلب او جذب څانګه لغوه کړې وای او په بشپړ هیواد کې مو خپلو جنګیالیو ته امر کړی وای، چې که د صلیبي جګړې لپاره د صلیب کرایه شوي عسکر مخې ته درغلل نو د لوی خدای له هدایت «فاضربو فوق الاعناق، واضربو منهم کل بنان» سره سم یې «د غاړو له پاسه ووهئ او بند په بند یې غوڅ کړئ.»
کاش هغوی ته مو ویلي وای، چې که پر عسکرو د رحم لپاره یو چا د مکې د فتح په مهال د جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمومي عفوې بېلګه در یادوله، نو تاسو په بدر او احد کې د هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم سختي‌ او شدت ور یاد کړئ، چې د کفر له پیروانو سره یې وکړ او د جګړې ډګر یې د هغوی په لاشونو پوښ کړ.
زه پوهېږم دا کار به تاسو ونکړئ؛ خو اقلا دومره بیا وکړئ، چې تسلیمي مشروطه کړئ، د مجرمو عسکرو په خلاف په خپلو محاکمو کې دوسیې خلاصې کړئ، د تېرو جرمونو پوښتنه ترې وکړئ، په هغوی باندې شته حقوق العباد خپلو حقدارانو ته بیرته ور وګرځوئ‌ او یا اقلا هغوی د یوه مؤقتي تبعید په بدل کې تسلیم کړئ‌، تر څو یې پخوانی اړیکې وشلېږي او په صف کې یې د نفوذ مخه ونیول شي.
داسې مفته تسلیمي سراسر زیان دی او بس!

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close