ټولنیزې

د لیدنې پر مهال یو بل په غېږ کې نیول

محمد تمیم تکل

دغه عمل فیزیولوژیکي دی؛ خو «اړیکې» ته بیولوژیکي ځواب!
۱ – د وینې فشار ورسره کمېږي. په دې پروسه کې کورتیزول، اکسي توسین او مغزي سېگنالونه مهم رول لوبوي.
۲ – د زړه ناروغۍ او ضربان کمېږي. څېړنو ښودلې چې یو کس که په عادي حالت کې ۸۰ ځله د زړه ضربان ولري؛ کله چې دی څوک په غېږ کې ونیسي؛ نو دغه اندازه به ۷۵ ته راکمه شي.
۳ – دغه یو ډول عاطفي چارچ دی. موبایل چې چارچ خلاص کړي؛ چارچ ته به یې کېږدې، زما او ستا چارچ چې کم شو بس دغه یې یوه لاره ده. دلته بیا د « تیموس» غدې رول د یادونې وړ دی.
۴ – عصبي سیستم ورسره متعادل کېږي. زما ګوتې چې ستا په ځان ولگېدې او ستا زما په ځان، بس له دې وروسته د «پاراسمپاټیک» دستگاه رامنځ ته کېږي چې له دې سره بیا وروسته زموږ او ستاسو عصبي سیستم فعالېږي. خو خبره دا ده چې دا غېږه باید د مینې غېږه وي؛ نه داسې چې د مجبوریت غېږه!
۵ – اکسي توسین د درد، زخم، اعتیاد په راکمولو یا د شدت گراف په راټیټولو کې لوی لاس لري.
۶ – درد ورسره کمېږي: موږ چې څوک په غېږ کې ونیوه، دلته ده چې «اندورفین» آزاد شي او له دې سره درد راکم شي. اندروفین د درد مسیر او لاره بندوي.او چې وینه کې تېزوالی راغی بیا هم درد ورسره تسکین شو.
۷ – حافظه ورسره قوي کېږي.(هر کال څېړنې کېږي او د مغز فعالیت مطالعه کېږي؛ چې دا هغه د تحقیق نتیجه ده).
۸ – ټولنیز اضطراب ورسره کمېږي. دا مانا چې زه او ته دا اوس د یو څو کسانو، استادانو په مخکې خبرې نه شو کولای، یا مثلاً د مونوگراف دفاع ته مو خوب تښتېدلی وي چې اوس به څنگه کوم .
۹ – وېرې ورسره کمېږي؛ د ساري په توګه «دروني وېرې».
۱۰ – د امنیت احساس په موږ کې رامنځ ته کوي. دا مانا چې ته وايي: یاره داسې یو څوک خو شته چې ما «درک» کړي او زه مې خپل د زړه درد ورسره شریک کړم. دغه یوه غېږه د غمونو لوی او دروند بار درنه ایسته یا لرې کولای شي. د اړوندې برخې یو متخصص ویرجینیا ساتیر:
«د دې له پاره چې زموږ زړه ژوندی پاتې شي په ورځ کې ۴ ځله داسې غېږې ته ضرورت لرو، د ملاتړ ترلاسه کولو له پاره بیا په ورځ کې ۸ ځله غېږې ته اړتیا ده، د دې له پاره چې موږ وده او انکشاف وکړو؛ نو په ورځ کې ۱۲ ځله غېږې ته اړتیا ده. دغه غېږه به د تر ټولو نژدې کس غېږه وي، هغه چې ستا ورسره مینه ډېره ده؛ پروا نه کوي چې څوک به وي.»

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close