خبرونهروغتیا

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد دننه پر کرونا وېروس ۱۵۸۲ کسان اخته شوي

خوځښت (دوشنبه، د جوزا ۱۷مه، ۱۴۰۰): د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر افغانستان کې هم په کرونا وېروس د اخته کسانو شمېره ورځ تر بلې اوچتيږي، چې د هېواد والو اندیښنې يې راپارولي.
روغتیا وزارت په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱۵۸۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر یاده ناروغي اخته ۵۶ نور کسان مړه شوي هم دي. د دغه وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۸۲ زره ۳۲۶ ته او د مړه شویو هغه بیا ۳ زره او ۲۵۱ ته رسېدلی دی. روغتیا وزارت پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د کرونا وبا د دریېمې او خطرناکې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close