شعر

را ورېدلی مې پۀ زړۀ دی ستا هر یاد بندي

سپین کوچی

را ورېدلی مې پۀ زړۀ دی ستا هر یاد بندي
رب ته خو سخته نه ده، رب دې کړه ازاد بندي

نۀ د چا زړۀ درباندې سوځي نۀ دې غم کې دې څوک
زما د زړۀ د پرهرونو د هېواد بندي

د چا د زلفو او د مور د تور پړوني وږمه
کله نا کله بۀ ناڅاپه در وړي، باد بندي

چې پۀ خوږو،خوږو خبرو د چا سهوه نۀ شې
پر چا ونکړې ګوره هلته اعتماد بندي

بس خوار پښتون دې پۀ وړه کیسه زندان ته ځي خو
نۀ شو( قاتل)، نۀ کوم (وحشي)، نۀ کوم (جلاد) بندي

د پښتانۀ افغان دوښمنه، په تا راشه دور
چې تۀ کړیږي ورته، ستا وي خوږ اولاد بندي

چا بس د چا لۀ احساساتو ګټه واخیسته څوک
شول پۀ نعرو د زنده باد او مرده باد بندي

څۀ بۀ د دې دور مخلوق، څۀ بۀ یې رحم وي خو
خپل مهربان رب ته پۀ خوند کوه فریاد بندي

د کوم بندي چې پلار یا ورور یا بچي راشي پر مخ
لکه کوچیه وي چې ټول جلال آباد بندي

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close