ټولنیزې

د الماسو کڅوړه او ناڅاپي مرګ

لیکوال: مولوي کریم الله حماد

یو ماهي نيوونکی د شپې په تياره کې د سيند پر غاړه کېناست، له کيناستلو سره يې د ډبرو يوه ډکه کڅوړه وموندله. سړي به کڅوړې ته لاس دننه کړ يوه ډبره به يې ترې را وواېسته او سيند ته به يې ګوزار کړه.
ډبره چې به سيند ته ور ولوېده، يو ډول ښکلی غږ به يې وکړ او سړي ته به يې ډېر خوند ورکړ. سړی همداسې د سيند پر غاړه ناست ؤ، له کڅوړې څخه به يې يوه يوه ډبره را وېستله او سيند ته به يې ورغورځوله، د اوبو او ډبرې پر غږ به یې خوند اخیست تر څو چې پرې سهار شو او لمر راوخوت. ګوري چې د کڅوړي ټولې ډبرې خلاصې شوې او يوه دانه پکې پاتې ده.
سړي چې کڅوړي ته لاس دننه کړ او وروستۍ ډبره يې هم را وايسته؛ نو ويې ليدل چې په لاس یې ډبره نه بلکي جواهر ورغله. سړی پوه شوو چې مخکې يې سيند ته څومره ډبرې غورځولې وې، هغه هم ټول جواهر و. وروسته يې د ندامت او پښېمانۍ ګوتې وچيچلې، او په آه سره يې وويل: “څومره ستره شتمني مې له لاسه ورکړل”. او زیاته يې کړه “په الله قسم ما خو له دې جواهرو څخه هيڅ ګټه پورته نه کړه، پرته له دې چې يوازې مې يې پر اواز اورېدلو خوند واخيست او بس، که ماته د دې ارزښت معلوم شوی وای ما به هيڅ کله داسې نه وای کړي”.

له پورته کيسې څخه لاندې پندونه اخيستلای شو:
د جواهراتو کڅوړه:
زموږ عمر دی چې موږ يې په پرلپسې توګه په بې ځایه او بې ګټو کارونو کې مصرفوو.
د اوبو غږ:
دا د دُنيا خوندونه، شهوتونه او دوکه کوونکي شيان دي.
د شپې تياره:
دا زموږ غفلت او بې پروایي ده.
د لمر را پورته کېدل:
دا د هغه حقيقت څرګندېدل دي کوم چې له مرګ سره موږ ته څرګندېږي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close