ټولنیزې

امان خان ملي اتل که ملي خاین؟

احمد محسن مل

انګریزان په درې پرلپسې یرغلونو سربېره ونه توانیدل، چې افغانستان ایل او مستعمره کړي؛ ددې هدف لپاره یې ټولې هڅې او پلانونه ناکام او مخ تورن شول. له څه فکر ورورسته یې له تبشیري پلانه کار واخیست او د افغانستان ځان غوښتونکی او لویدیځپال پاچا امان الله خان یې د خپل ګوډاګي په توګه وکاروه، تر څو وکولی شي افغانان ګمراه، د لویدیځ په تمدن کې غرق او یا لږ تر لږه له اسلامه ناخبر کړي.
امان الله خان په ۱۲۹۷ ش د حوت د میاشتې په ۳مه د پلار د مړینې (حبیب الله خان د لغمان په ګله ګوش کې په مرموز ډول ووژل شو) وروسته په کابل کې خپله واکمني اعلان کړه. په ۱۳۰۶ش کال کې د خپلې میرمنې ملکه ثریا سره د اروپایي هېوادونو په سفر ووت او ۶ میاشتې یې په لندن، برلین، پاریس، انقره او مسکو کې تېرې کړې. نوموړي له اروپایي استعمارګرو هېوادونو څخه د افغانستان د پرمختګ مرسته وغوښتله؛ هغوی هم د لاندې شرطونو په منلو ور سره یو شمېر تړونونه لاسلیک کړل:
۱- د قران هغه حکمونه بدلول، چې د ژوند د سیاسي او اجتماعي اړخونو اړوند وي.
۲- سیاست له دینه بېلول (سکولریزم)
۳- د ښځو بشپړه ازادي.
۴- خپل تمدن د لویدیځ په تمدن بدلول.
امان الله خان هېواد ته له راتګ سره سم په لاندې کارونو پیل وکړ او دې ته یې د اصلاحاتو نوم ور کړ:

۱- د ښځو ازادي: امان الله خان لویه جرګه را وغوښتله او خپله میرمن ملکه ثریا یې په اروپایي نیم لوڅ لباس کې غونډې ته حاضره کړه او اعلان یې وکړ، چې له دې وروسته به ټول ملکي او نظامي مامورین او منسوبین رسمي غونډو ته خپلې میرمنې په نوي اروپایي لباس کې حاضروي.

۲- د نڅا د کلبونو جوړول: د ښځو د ازادۍ وروسته امان الله خان په کابل ښار کې د کلوب سیاه سرخ و سبز په نوم د ګډا، ساز او سرود مرکز جوړ کړ.

۳- بهر ته د افغاني نجونو لېږل: یو شمېر نجونې یې له محارمو پرته د زده کړو په نوم بهرینو هېوادونو ته ولېږلې.

۴- پر دیني عالمانو بندیز لګول: د دیوبند ټول عالمان یې له رسمي او نارسمي مدرسو څخه ګوښه کړل، سزاوې یې ورته وټاکلې او د عالمانو د نوم بدلولو هڅه یې وکړه.

۵- د ښوونکو او رسمي کار لپاره د شهادت نامې شرط: امان الله خان د لومړي ځل لپاره د ښوونې او رسمي کار لپاره د اهلیت او استعداد پر ځای دولتي شهادت نامه رواج کړه.

۶- د درباري عالمانو انجمن جوړول: تر څو د حق عالمانو پر ځای له دوی فتوا واخلي.

۷- د ږیرې خریل: په ټولو نظامي او ملکي مامورینو یې د ږیرې خریل شرط وګرځول.
۸- دریشي کول.
۹- په شرعي سلام اچولو بندیز لګول.
۱۰- په پګړۍ تړلو بندیز لګول.
۱۱- د حجاب او څادري په اغوستلو بندیز.
۱۲- د جمعې رخصتي په پنجشنبې بدلول.
۱۳- پر قرض ورکولو بندیز لګول.
۱۴- د شرابو د څښلو د سزا معاف کول.
۱۵- له ۳۰ کلنۍ په کم عمر کې پر واده کولو بندیز.
۱۶- په زور عسکري.
دا او دې ته ورته نور کارونه د امان الله خان هغه ډالۍ وې، چې له اروپا یې افغانستان ته راوړې وي. له دې ناخوالو وروسته د افغانستان مجاهد ملت د امان الله خان پر ضد پاڅون وکړ او د ده واکمني یې را وپرځوله.
نن د تاریخ په مسح او ګډوډو پاڼو کې زده کوونکو ته امان الله خان د یو ملي اتل په توګه ور پېژني؛ مګر حقیقت دا دی، چې امان الله خان دې د ملي خاین په توګه یاد او زده کوونکو ته ور وپېژندل شي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close